کانګو کې د دوو کښتیو ډوبېدو له امله ۱۹۳کسان مړه شوي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i164526-کانګو_کې_د_دوو_کښتیو_ډوبېدو_له_امله_۱۹۳کسان_مړه_شوي
د کانګو چارواکو ویلي چې د دغه هېواد په شمال کې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو د دوو کښتیو ډوبېدو له امله ۱۹۳ مسافر مړه شوي او لسګونه نور نادرکه دي.
(last modified 2025-09-13T08:15:57+00:00 )
Sep 13, 2025 12:39 Asia/Kabul
  • کانګو کې د دوو کښتیو ډوبېدو له امله ۱۹۳کسان مړه شوي

د کانګو چارواکو ویلي چې د دغه هېواد په شمال کې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو د دوو کښتیو ډوبېدو له امله ۱۹۳ مسافر مړه شوي او لسګونه نور نادرکه دي.

د رسنیو په حواله، د پنجشنبې په شپه یوې سترې باروړونکې کښتۍ چې شاوخوا ۵۰۰ کسان پکې سپاره وو، لومړی اور اخیستی او بیا سیند کې ډوبه شوې.

دغه پېښه کې ۱۰۷ مسافرو ژوند بایللی، ۱۴۶ نور نادرکه دي او ۲۰۹ ژغورل شوي.

راپور کې ویل شوي چې د چهارشنبې په ورځ هم د کانګو په شمال کې یوه کښتۍ سیند کې ډوبه شوې چې پکې ۸۶ کسان چې ډېری یې زده‌کوونکي دي مړه شوي.

دغه پېښه کې هم څو کسان نادرکه دي چې کره شمېر یې تراوسه نه دی مشخص شوی.

د راپورونو پر اساس، د سمندري ځواکونو او محلي داوطلبانو په همکارۍ د ژغورنې عملیات اوس هم جریان لري.