اسرائیلو ته د انصارالله سخت خبرداری: له صنعا مخکې، ایلات وژغورئ
Sep 20, 2025 13:19 Asia/Kabul
پارس ټودې - د یمن د انصارالله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي د کښتیو په بیرته نیولو کې د اسرائیلو ناتوانۍ ته په اشارې سره، د صنعا اشغال یې یو لرې خوب وباله.
د انصارالله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي محمد الفرح، د صهیونیسټي رژیم د جنګ وزیر د ګواښونو په غبرګون کې وویل: مخکې له دې چې تاسو وغواړئ خپل بیرغ په صنعا کې پورته کړئ، لومړی د ایلات بندر بیا فعاله کړئ.
هغه زیاته کړه: تاسو د صنعا د اشغال په اړه خبرې کوئ، په داسې حال کې چې تاسو نشئ کولای یوه کښتۍ هم بېرته ونسئ. هغه کاتس ته په خطاب کې وویل: مخکې له دې چې په صنعا کې د اسرائیلو بیرغ پورته کړئ، خپل بیرغ هغو کښتیو ته بېرته ورکړئ چې د یمن د سمندري ځواکونو د مخامخ کېدو له وېرې، د نورو هېوادونو بیرغونه کاروي.
ټیګونه