د ۱۴۰۴ کال شعار؛ یعنې د تولید لپاره پانګونه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i165282-د_۱۴۰۴_کال_شعار_یعنې_د_تولید_لپاره_پانګونه
بیخ بناوې اکثراً د پرمختګ د بنسټ په توګه یادېږي. که انساني سرمایه د یوې ټولنې مغز او زړه وبولو، نو بیخ بناوې هماغه هډوکي او حیاتي رګونه دي چې حرکت، اړیکه او فعاليت ممکنوي. هېڅ هېواد په نړۍ کې پرته له اغېزمنو بیخ بناوو، د دوامداره ودې لاره نه ده طی کړې.  
(last modified 2025-09-30T10:46:39+00:00 )
Sep 30, 2025 14:58 Asia/Kabul
  • د ۱۴۰۴ کال شعار؛ یعنې د تولید لپاره پانګونه

بیخ بناوې اکثراً د پرمختګ د بنسټ په توګه یادېږي. که انساني سرمایه د یوې ټولنې مغز او زړه وبولو، نو بیخ بناوې هماغه هډوکي او حیاتي رګونه دي چې حرکت، اړیکه او فعاليت ممکنوي. هېڅ هېواد په نړۍ کې پرته له اغېزمنو بیخ بناوو، د دوامداره ودې لاره نه ده طی کړې.  

د اورګاډي پټلۍ، سړکونه، بندرونه، هوايي ډګرونه، د انرژۍ شبکې، بندونه، د پایپ لاینونه، ډیجیټل او مخابراتي بیخ بناوې، او حتی تعلیمي او روغتیايي سیسټمونه، دا ټول د دې حیاتي بنسټ برخې دي. د نړیوال اقتصادي فورم د ۲۰۲۴ کال راپور په واضح ډول ټینګار کوي چې د زیربناوو کیفیت د هېوادونو د سیالۍ درېیو کلیدي شاخصونو (انساني سرمایه، نوښت او بیخ بنا) له ډلې یو دی.

د بیخ بناوو د اهمیت د ښه پوهېدو لپاره کافي ده چې د هېوادونو د پرمختګ تاریخ ته یوه کتنه وکړو. امریکا په نولسمه پېړۍ کې د قاره‌یي اورګاډي شبکې په پراخولو سره، یو ملي یووالي بازار جوړ کړ او د نړۍ لومړنی صنعتي ځواک شو. چین د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ کلونو په لسیزو کې، که څه هم یو کرنیز اقتصاد یې درلود، پریکړه وکړه چې پراخې سرچینې د اورګاډي په پټلیو، څو لیني سړکونو، بندونو او برېښنا فابریکو په جوړولو ولګوي.

همدې پریکړې لسګونه میلیونه کلیوالي خلک له ښاري بازارونو سره ونښلول، د توکو د لېږد لګښت یې کم کړ او نوي صنعتونو ته یې وړتیا ورکړه چې خپل محصولات په چټکۍ او لږ لګښت سره کورني او بهرني مصرف کوونکو ته ورسوي. چین په ورته وخت کې د ستراتېژیکو لارو په غوره کولو سره، دا پانګونې له خپلو تولیدي او صادراتي شبکو سره وتړلې، چې همدا کار وو د نوې ورېښمو لارې یا «یو کمربند، یوې لارې» نوښت د چین اقتصادي محرک بدل کړ.

دا هوښیارانه پانګونه، د چین دوامداره اقتصادي وده او د صادراتو چټک پرمختګ ممکن کړ. سویلي کوریا په ۱۹۷۰ لسیزه کې د خپل ملي بودجې لویه برخه د صنعتي بندرونو، برېښنا فابریکو او سراسري لویو لارو په جوړولو ولګوله، چې دې پانګونې د دې هېواد د سترو ټکنالوژيو لپاره صنعتي بیخ بنا برابره کړه. ترکیې په تېرو دوو لسیزو کې د هوايي ډګرونو او لویو لارو په پراختیا سره کورني اړیکې پیاوړې کړې او دا هېواد یې د اوراسیا سیمې د ټرانزیټ په مرکز بدل کړ. دا مثالونه ښيي چې بیخ بناوې یوازې عمراني پروژې نه دي، بلکې په مستقیم ډول د یو هېواد د تولید، صادراتو، کارموندنې او حتی ټولنیز یووالي سره تړلې دي.

 

نړیوال بانک په خپل ۲۰۲۵ کال راپور کې یادونه کوي چې په حیاتي بیخ بناوو کې د هر یوه ډالر پانګونه کولای شي له ۱.۳ څخه تر ۲.۵ ډالرو پورې د کورني ناخالص تولید زیاتوالي لامل شي، په دې شرط چې دا پانګونې په هوښیارۍ، شفافیت او د ملي اقتصاد د ریښتینو اړتیاوو په رڼا کې ترسره شي. خو اصلي پوښتنه دا ده چې «هوشمندانه» یعنې څه؟ په زیربناوو کې هوشمندانه پانګونه یعنې لومړیتوبونه په سمه توګه وپېژندل شي، پروژې د دقیقو امکان‌سنجي مطالعاتو له مخې ترسره شي، له دوامداره مالي سرچینو څخه کار واخیستل شي، او تر ټولو مهم، له بیخ بناوو ګټه اخیستنه او ساتنه تضمین شي. د ودې په حال کې هېوادونو تجربې ښيي چې یوازې د بند یا سړک جوړول، پرته له دې چې د ګټې اخیستنې او ساتنې لپاره پلان موجود وي، هېڅ ګټه نه لري او کولای شي د راتلونکو نسلونو لپاره دروند مالي بار رامنځته کړي.

د هېوادونو په بریالیتوب کې یو اساسي ټکی، د بیخ بنایي پانګونې او د پرمختګ د لویې ستراتیژۍ ترمنځ اړیکه ده. چین په ۱۹۹۰ لسیزه کې خپلې بیخ بنايي پروژې په دقیق ډول د «خلاصو دروازو» پالیسۍ او د صادراتو پراختیا سره همغږي کړې. یعنې بندرونه او آزادې سوداګریزې سیمې، هغه ځایونو کې جوړې شوې چې د هېواد د صادراتو مرکزونه وو. هندوستان په تېره لسیزه کې د تیز انټرنیټ او ډیجیټل ورکړې شبکې په پراختیا سره، د ډیجیټل اقتصاد او برېښنایي سوداګرۍ په وده کې مرسته وکړه او نن ورځ له ۹۰۰ میلیونو څخه زیات انټرنیټي کاروونکي لري. مالیزیا د صنعتي زونونو او ټکنالوژۍ پارکونو په جوړولو سره، چې د پوهنتونونو تر څنګ موقعیت لري، بیخ بناوې یې د نوښت او څېړنې او پراختیا په خدمت کې وکارولې. دا یعنې بیخ بنا هغه وخت د پرمختګ محرک کېږي چې د یوه ستر اقتصادي پلان برخه وي، نه یوازې ګډوډې او نمایشي پروژې. 

 

 

بیخ بناوې یوازې اقتصادي اړخ نه لري. دا د ټولنیز عدالت او ملي یووالي په برخه کې هم اصلي رول لوبوي. په کلیوالو سیمو کې یو پوخ شوی سړک کولای شي د ماشومانو لپاره ښوونځي ته او د میندو لپاره روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی تضمین کړي. محرومو سیمو ته برېښنا رسول، د تولید او کار رامنځته کولو فرصتونه رامنځته کوي او د ښارونو پر لور د بې‌کنټروله مهاجرت مخنیوی کوي. په لیرې پرتو سیمو کې تیز انټرنیټ ته لاسرسی کولای شي ډیجیټل واټن کم کړي او د تعلیمي فرصتونو برابري رامنځته کړي. له همدې امله ملګرو ملتونو په خپلو دوامداره پرمختګي اهدافو (SDGs) کې په ټولشموله، دوامداره او مقاومو زیربناوو باندې ځانګړی ټینګار کړی دی. ځکه بیخ بنا نه یوازې اقتصادي وده، بلکې ټولنیز عدالت هم پیاوړی کوي.

د ایران لپاره، د بیخ بناوو موضوع ځانګړی اهمیت لري. ایران له استثنایي جیوپولیټیکي موقعیت څخه برخمن دی. ایران د نړۍ د ختیځ او لوېدیځ، شمال او جنوب په څلورلارې کې موقعیت لري او کولای شي د نړیوالو اکمالاتو په بهیرونو کې اصلي رول ولري. خو دا ظرفیت هغه وخت په عمل بدلېږي چې په ټرانسپورټ، انرژۍ او مخابراتي بیخ بناوو کې پانګونه په هوښیارۍ او د راتلونکي په فکر سره ترسره شي. د سراسري اورګاډي شبکې پراختیا، له منځنۍ اسیا د سویلي بندرونو سره نښلول، د تیلو او ګازو ترڅنګ د تجدید وړ انرژيو پراختیا، او د ډیجیټل بیخ بناوو لوړول، هغه لارې دي چې ایران کولای شي په سیمه‌ییز او نړیوال اقتصاد کې فعال لوبغاړی شي. لکه څنګه چې ډاکتر مسعود نیلي څو ځله ټینګار کړی، ایران باید له «لنډ مهاله پروژوي محوریت» څخه لیري شي او د «اوږد مهاله بیخ بنايي ستراتیژۍ» پر لور حرکت وکړي.

 

په ایران کې د ډېرو هڅو سره سره، لا هم د اوسني بیخ بناوو او نړیوالو معیارونو ترمنځ لوی واټن شته. د بیخ بناوو د کیفیت په شاخص کې د نړیوال اقتصادي فورم د ۲۰۲۴ کال راپور ښيي چې ایران په ۲۰۲۴ کال کې د ۱۴۰ هېوادونو په منځ کې منځنۍ درجه لري. دا درجه د هېواد د ټاټوبي او انساني ظرفیتونو په پام کې نیولو سره کولای شي ډېره ښه شي. اصلي ستونزه اکثراً د پروژو کمښت نه، بلکې په ګتې اخیستنې، ساتنه او د بېلابېلو برخو ترمنځ د یوې جامعې همغږې ستراتیژۍ نشتوالی دی. ډېرې نېمګړې بیخ بنايي پروژې په میلیاردونو تومان پانګه قفل کړې، حال دا چې د دوی بشپړېدل کولای شي په ملي اقتصاد باندې سترې اغېزې ولري.

ایراني فکري مرکزونو هم په دې برخه کې خبرداری ورکړی دی. د ایران د پارلمان د څېړنو مرکز په ۱۴۰۳ کال کې په یوه راپور کې واضح کړه چې پر «پروژوي محوریت» تمرکز پرته له دې چې ګټه اخیستنه او ساتنې ته پاملرنه وشي، د ایران د بیخ بناوو یوه له اصلي ستونزو څخه ده. د تهران پوهنتون د حکمرانۍ فکري مرکز د بیخ بیناوو د مالي تامین لپاره، د عامه - خصوصي مشارکت (PPP) ماډلونو د کارولو پر اړتیا ټینګار کړی دی. دا ماډل په ډېرو هېوادونو کې توانېدلی چې د دولت مالي بار کم کړي او په ورته وخت کې د خصوصي سکټور مشارکت زیات کړي. د ترکیې هوايي ډګرونه او د هند لویې لارې، د دولتي او خصوصي پانګونې د ګډې همکارۍ بریالي مثالونه دي چې نن ورځ د دې هېوادونو په اقتصادونو کې حیاتي رول لري.

د آسیا پراختیایي بانک په خپل ۲۰۲۴ کال راپور کې اټکل کړی چې د اسیا د ودې په حال کې هېوادونه تر ۲۰۳۰ کاله پورې، د دوامداره اقتصادي ودې د ساتلو لپاره له ۲۶ ټریلیون ډالرو څخه زیاتو بیخ بنايي پانګونو ته اړتیا لري. دا لویه شمېره ښيي چې بیخ بنا یوه لنډمهاله پروژه نه، بلکې د څو لسیزو لپاره یوه ستراتیژیکه پانګونه ده. دلته دی چې په هوښیارۍ سره د لومړیتوبونو د ټاکلو اهمیت روښانه کېږي. د بېلګې په توګه، د ایران په څېر هېواد کې د ښارونو ترمنځ د اورګاډي پټلیو پانګونه کولای شي د ټرانسپورټ لګښت کم کړي، د هوا ککړتیا راکمه کړي او له نړیوالو سوداګریزو کریدورونو سره اړیکه پیاوړې کړي. دا ډول پروژې څو اړخیزې اغېزې لري او د ننداریزو او کم‌اغېزو پروژو په پرتله ډېر زیات ګټور وي.

 

بیخ بناوې همدارنګه له چاپېریالي ثبات سره نه جلا کېدونکې اړیکه لري. د سړکونو او د انرژي مصرفوونکو صنعتونو پراختیا که له چاپېریالي معیارونو سره مل نه وي، کولای شي د طبیعي سرچینو تخریب او چاپېریالي بحرانونه زیات کړي. له همدې امله، د نړیوال وجهي صندوق د ۲۰۲۴ کال راپور وړاندیز کوي چې هېوادونه باید په شنو بیخ بناوو کې پانګونې ته لومړیتوب ورکړي. هغه بیخ بناوې چې نه یوازې اقتصادي وده رامنځته کوي، بلکې د کاربن د خپرېدو په کمولو سره، راتلونکي نسلونه د ناپایداره پرمختګ له پایلو خوندي ساتي.

د راتلونکي بیخ بناوې یوازې سړکونه او بندونه نه دي. موږ په یوویشتمه پېړۍ کې د ډیجیټل بیخ بناوو په نوم له یوې نوې مفکورې سره مخ یو. نن ورځ تیز انټرنیټ، د نوري فایبر شبکې، د معلوماتو مرکزونه او د مصنوعي هوش بیخ بناوې هماغومره اهمیت لري لکه څنګه چې په شلمه پېړۍ کې اورګاډي او بندرونو درلودل. هغه هېوادونه چې په دې برخه کې پانګونه کوي، په عملي توګه د ډیجیټل اقتصاد، برېښنایي سوداګرۍ او حتی د سمارټ حکمرانۍ راتلونکی تضمینوي.   

هېڅ پرمختګ پرته له اغېزمنو بیخ بناوو دوامداره نه پاتې کېږي. انساني سرمایه که څه هم د ټولنې مغز او زړه دی، خو که بیخ بنايي هډوکي موجود نه وي، ملي حرکت به ورو او ګران وي. په بیخ بناوو کې هوشمندانه پانګونه یعنې سم انتخاب، د لوړ کیفیت اجرا، لوړه ګټه اخیستنه او د پرمختګ له سترې ستراتیژۍ سره اړیکه. هغه هېوادونه چې دا لاره یې تعقیب کړې، نن ورځ د نړۍ د اقتصادي قدرتونو په ډله کې دي. ایران هم د نړیوالو تجربو په کارولو، نوښتګرو مالي سرچینو او دقیقو لومړیتوبونو په ټاکلو سره، کولای شي خپل بیخ بنايي واټن ډک کړي او د راتلونکي اقتصادي ودې لپاره زمینه برابره کړي. 

ژباړه: زماني