د سټارباکس ترخه قهوه؛ د قهوې د امپراتورۍ له منځه تلل
https://parstoday.ir/ps/news/event-i165430-د_سټارباکس_ترخه_قهوه_د_قهوې_د_امپراتورۍ_له_منځه_تلل
سټارباکس د قهوې پلورنځیو (Global Coffeehouse Chain) یوه نړیواله شبکه ده چې په ۱۹۷۱ کال کې د امریکا په سیاټل ښار کې تاسیس شوه. دا برنډ په پیل کې یوازې د قهوې یو کوچنی پلورنځی وو، خو د خپلو څانګو په پراخولو او د قهوې څښلو د نوې تجربې په معرفي کولو سره، په یوه نړیوال امپراتورۍ بدل شو.
(last modified 2025-10-04T06:46:42+00:00 )
Oct 04, 2025 11:11 Asia/Kabul
  • د سټارباکس ترخه قهوه؛ د قهوې د امپراتورۍ له منځه تلل

سټارباکس د قهوې پلورنځیو (Global Coffeehouse Chain) یوه نړیواله شبکه ده چې په ۱۹۷۱ کال کې د امریکا په سیاټل ښار کې تاسیس شوه. دا برنډ په پیل کې یوازې د قهوې یو کوچنی پلورنځی وو، خو د خپلو څانګو په پراخولو او د قهوې څښلو د نوې تجربې په معرفي کولو سره، په یوه نړیوال امپراتورۍ بدل شو.

نن سبا، سټارباکس په ټوله نړۍ کې له ۳۸ زرو څخه زیاتې څانګې لري او هره ورځ میلیونونه خلک یې پیرودونکي دي.

د دې شرکت څانګې یوازې د قهوې اخیستلو ځایونه نه دي؛ بلکې د کاري ناستو، ملګرو سره د راټولېدو (Social Gatherings) او حتی مطالعې او کار کولو لپاره هم پېژندل کېږي. 

سټارباکس په تېرو پنځو لسیزو کې نه یوازې د قهوې صنعت بدل کړ، بلکې د لوېدیځ مدرن ژوند د سبک یو سمبول هم شو.

دا شرکت متنوع محصولات لکه اسپرسو(Espresso)، لاته (Latte)، موکا (Mocha) او د خوږو او دیسرونو بېلابېل ډولونه وړاندې کوي او په ورته وخت کې د پراخو بازارموندنې ستراتیژیو په مرسته، خپل تصویر د یوه لوکس او نړیوال برنډ په توګه ټینګ کړی دی.

سټارباکس یو عام سهامي شرکت دی او ونډې یې د نیویارک د ونډو په بازار (New York Stock Exchange - NYSE) کې معامله کېږي.

د دې شرکت تر ټولو لوی ونډه لرونکي، د پانګونې صندوقونه او نړیوال بانکونه دي، خو اجرایوي مدیریت یې لا هم د امریکایي مدیرانو په لاس کې دی.

د دې شرکت اوسنی اجرایوي مشر، برایان نیکول (Brian Niccol)، یو داسې کس دی چې له یوې سترې ننګونې سره مخ دی: د سټارباکس ژغورل له هغه بحران څخه چې دا برنډ یې د غورځېدو څنډې ته راوستی دی.   

برایان نیکول په داسې حال کې د سټارباکس مشري په غاړه واخیسته چې دا شرکت له درېیو سترو بحرانونو سره لاس او ګریوان وو:

۱. د پلور په کچه کې ستر کموالی (Sales Decline)

۲. د کارکوونکو پراخ اعتصابونه (Employee Strikes)

۳. او له اسرائیلي رژیم څخه د ملاتړ له امله نړیوال بندیزونه (Boycotts Due to Support for Israel)

 

ستاسو په آند ولې پر سټارباکس بندیز ولګېد؟

د سټارباکس د تحریم کیسه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له میاشتې پیل شوه.

په هغه وخت کې، اسراییلي رژیم پر مظلومو فلسطینیانو په غزه کې پراخ او خونړي بریدونه پیل کړل.

د صهیونیسټي رژیم د اشغال او تجاوز د دوام او د دوی له لورې د کورونو، روغتونونو او ښوونځیو د بمبارۍ او د ماشومانو او ښځو د بې رحمه وژنو د زړه بوږنوونکو انځورونو خپرېدو، د نړیوالې غوسې څپې راوپارولې.

په دې منځ کې، نړیوال برنډونه د خپلو مالي اړیکو یا د اسراییلي رژیم د جنایتونو په وړاندې د چوپتیا له امله د اعتراضونو هدف وګرځېدل.

سټارباکس له اسراییلي رژیم څخه په ملاتړ کې د ضمني دریځ او د غزې د خلکو د وژنو په وړاندې د چوپتیا له امله، په چکټیا سره د تحریمونو په لوړ سر کې راغی.

د فلسطین پلوه سازمانونو(Pro-Palestinian Organizations) په ټوله نړۍ کې د سټارباکس د تحریم لپاره (Boycott Starbucks Campaigns) پراخ کمپاینونه پیل کړل.  

دا کمپاینونه په ټولنیزو رسنیو کې د #BoycottStarbucks په څېر هشتګونو سره په چټکۍ خپاره شول او میلیونونو خلکو پریکړه وکړه چې د سټارباکس محصولات ونه پېري.

سټارباکس ته د خلکو پیغام روښانه وو: هېڅ یوه پیاله قهوه د دې ارزښت نه لري چې د فلسطین د خلکو له وینو سره یوځای شي.

د بندیزونو فشار دومره زیات وو چې په لوېدیځه آسیا کې امتیاز لرونکی سټارباکس شرکت، یعنې الشایع ګروپ (Alshaya Group)، اړ شو چې خپل ۲۰۰۰ کارکوونکي له دندو ګوښه کړي.

دا د بندیزونو ژور اغېز او د نړیوال وجدان ویښتیا ښيي.

په وروستي بدلون کې، سټارباکس اعلان وکړ چې په امریکا او کاناډا کې به خپلې ۴۳۴ کمزورې څانګې (Underperforming Stores) وتړي.

دا پریکړه د ۹۰۰ کارکوونکو د ګوښه کولو په مانا ده.

دا خبر په مالي بازارونو او نړیوالو ټولنو کې د زلزلې په څېر خپور شو.

دا اقدام د برایان نیکول لخوا د یو میلیارد ډالرو د بیارغونې پروګرام یوه برخه ده.

د دې پروګرام موخه، د لګښتونو کمول او د سټارباکس جوړښت بیارغونه ده، څو له مالي او ټولنیزو بحرانونو سره مقابله وشي.

خو شنونکي په دې باور دي چې دا تړل، وړاندې له دې چې سوداګریزې پریکړې وي، د عامه افکارو او نړیوالو تحریمونو د فشار په ځواب کې دي.

د دې خبر له اعلان وروسته، د سټارباکس د ونډو ارزښت ۰.۷ سلنه راټیټ شو او ۸۳.۶۶ ډالرو ته ورسېد.

که څه هم دا شمېره کوچنۍ ښکاري، خو د نړیوالو شرکتونو په نړۍ کې، دا ډول کموالی د پانګوالو د باور د بحران نښه ده.

 

سټارباکس په تېرو شپږو مالي ربعو کې د امریکا په بازار کې د پلور له کموالي سره مخ دی.

د دې کموالي لاملونه عبارت دي له:

د قهوې د څښاک په بازار کې د سیالۍ زیاتوالی

د ارزانه انتخابونو په لور د مصرف کوونکو د چلند بدلون

د قیمتي څښاکونو د تقاضا کموالی لکه لاته (Latte)

او تر ټولو مهم، د اسرائیلي ماشوم وژونکي رژیم د ملاتړ له امله نړیوال تحریمونه.

د ۲۰۲۵ کال د درېیمې ربعې په مالي راپور کې، سټارباکس اعلان وکړ چې هغه پلورنځیو پلور چې له ۱۳ میاشتو څخه زیات فعالیت لري، په شمالي امریکا کې نږدې ۲ سلنه کم شوی دی.

دا شمېره په لومړي نظر کې کوچنۍ ښکاري، خو د یوه میلیاردي گردش لرونکي برنډ لپاره، دا یو جدي خبرداری دی.

برایان نیکول د سټاربکس کارکوونکو ته په یوه پیغام کې وویل: په وروستیو ارزونو کې، دې پایلې ته ورسېدو چې ځینې پلورنځيو ونشو کړای د پیرودونکو او همکارانو لپاره هغه چاپېریال چمتو کړي چې موږ یې تمه لرو یا یې مالي راتلونکی روښانه نه دی. له همدې امله مو پریکړه وکړه چې هغه وتړو.

دا پیغام په روښانه توګه د هغه ستر فشار ښکارندوی دی چې د سټارباکس مدیریت ورسره مخ دی.

د وروستیو تړل کېدو مخکې، سټارباکس په امریکا او کاناډا کې ۱۸ زره او ۷۳۴ څانګې درلودې.

د بیارغونې پلان له پلي کېدو وروسته، دا شمېره به ۱۸ زره او ۳۰۰ ته راټیټه شي.

دا کموالی که څه هم یوازې یو سلنه ټولې څانګې رانغاړي، خو یو مهم سمبولیک پیغام لري:

حتی د نړۍ تر ټولو لوی برنډونه هم د عامه افکارو د فشار په وړاندې زیانمنونکي دي.

ځکه چې په ظلم باندې ولاړ پاتې کیدل یو قیمت لري، او دا قیمت د اسراییلي ماشوم وژونکي رژیم د سیاستونو او کړنو له امله ادا کېږي.

د سټارباکس بحران یوازې په شمالي امریکا پورې محدود نه دی.

په لوېدیځه آسیا او اروپا کې، بندیزونه دومره زیات وو چې د دې برنډ ډېری سیمه ایز امتیاز لرونکي شرکتونه، لکه الشایع، اړ شول چې زیات کارکوونکي له دندو ګوښه کړي.

دا د نړیوالو کمپاینونو ځواک او د هغوی مستقیمې اقتصادي اغېزې ښيي.

دا نړیواله څپه نورو برنډونو ته هم خبرداری ورکوي چې: هغه دوره پای ته رسېدلې چې شرکتونو کولای شول له جنایتونو ملاتړ وکړي او بیا هم د پیرودونکو وفاداري ترلاسه کړي.

 

د سټارباکس کیسه د نړیوالو مصرف کوونکو په چلند کې یو بنسټیز بدلون ښيي.

نن ورځ خلک یوازې د محصول کیفیت ته نه ګوري؛ هغوی د هر برنډ تر شا ارزښتونو او دریځونو ته پام کوي.

کله چې یو برنډ له ظلم، اشغال او جنایت سره مل شي، حتی غوره محصولات هم نشي کولای د عامه اعتماد ساتنه وکړي.

د سټارباکس موضوع له یوه سوداګریز بحران څخه هاخوا ده.

دا کیسه د نړیوال وجدان او د خلکو د یووالي ځواک ښيي.

بندیزونه یوازې اقتصادي وسایل نه دي؛ هغه د خلکو د اعتراض او عدالت غوښتنې ژبه ده.

سټارباکس نن سبا د هغه رژیم د ملاتړ او د فلسطین د مظلومو خلکو د وژنو په وړاندې د چوپتیا له امله، بیه ورکوي چې کلونه یې د فلسطینیانو وژنه کړې ده.

دا سقوط د ټولو نړیوالو شرکتونو لپاره یو پیغام لري: د نړۍ خلک وېښ شوي او هېڅ برنډ نشي کولای د خلکو د عدالت غوښتنې په وړاندې ودرېږي.

موږ نن د یوې داسې موضوع شاهد یو چې نور نشي کولای له پامه وغورځول شي: ظالمانه سیاستونه، اشغال او د بشري حقونو سیستماتیک نقض، نه یوازې د یوه جنایتکار رژیم نړیوال تصویر خرابوي، بلکې د هغه سیاسي او اقتصادي بنسټونه هم له منځه وړي.

هغه له منځه تلل چې نه د بمونو او نه د شعارونو له امله، بلکې د اخلاقي، قانوني او اقتصادي پایلو له امله به وي.

کله چې دولتونه، شرکتونه او نړیوال عامه افکار پریکړه کوي چې همکاري ودروي، کله چې قراردادونه لغوه کېږي او بازارونه د یوه جنایتکار رژیم د برنډ په وړاندې تړل کېږي، هغه رژیم په تدریجي ډول له دننه کمزوری کېږي.

دا نړیواله خواخوږي او د اسراییلي رژیم د بې شمېره ظلمونو په وړاندې مقاومت ښيي چې خلک د یوې داسې راتلونکې غوښتونکي دي چې په هغه کې عدالت، ځواب ویل او د بشري حقونو بیاراګرځېدل په مرکز کې وي؛ هغه راتلونکې چې په هغه کې د فلسطین خلک وکولای شي په کرامت او بشپړو حقونو کې ژوند وکړي.

تر هغه وخته چې د عدالت او نړیوالو قوانینو پر بنسټ حل لارې پلي نشي، د اوسني وضعیت دوام به یوازې اسراییلي رژیم نور هم انزوا او کمزورتیا ته ورسوي؛ هغه انجام چې د اسراییلي رژیم د اشغالګرو او جنایتکارو سیاستونو پایله ده.

 

هو ګرانو اوریدونکو، د سټارباکس کیسه یوازې یو اقتصادي روایت نه دی؛ دا کیسه ښيي چې په نننۍ نړۍ کې، هېڅ شرکت نشي کولای د جنایت تر شا پټ شي او په ورته وخت کې د ودې او بریالیتوب تمه ولري.

د دې برنډ ضمني ملاتړ له هغه رژیم څخه چې کلونه یې په فلسطیني خاورو کې وژنه او اشغال کړی، اوس د دې برنډ د اعتبار او عامه اعتماد تدریجي سقوط لامل شوی دی.

تحریمونه، اعتراضونه او د سټارباکس د پلور کموالی، په حقیقت کې د نړۍ د خلکو غږ دی چې وایي: موږ نه غواړو حتی د یوې پیالې قهوې لپاره زموږ یو ډالر د جنایتونو او ظلم ملاتړ وکړي.

سټارباکس نن ورځ د هغې قهوې تریخ خوند تجربه کوي چې کلونه یې په موسکا خپلو پیرودونکو ته وړاندې کوله؛ هغه قهوه چې دا ځل د بندیز، انزوا او سقوط له خوند سره مل ده.

دا برخلیک کولای شي د ټولو برنډونو او شرکتونو لپاره یو خبرداری وي چې فکر کوي پیسې او د رسنیو ځواک کولای شي نړیوال وجدان خاموش کړي.

حقیقت دا دی چې د انسانانو وجدان هېڅکله نه خاموشه کېږي. د نړۍ خلکو ثابته کړه چې د خپلو ورځنیو کوچنیو انتخابونو له لارې کولای شي ستر بدلون رامنځته کړي.

نن سبا سټارباکس د یوه جنایتکار رژیم لپاره د خپل ملاتړ درنې بیې ادا کولو په حال کې دی؛ او دا یوازې د لارې پیل دی. ټولو برنډونو او دولتونو ته یو روښانه پیغام:

له ظلم ملاتړ، د بې ګناه وینو په وړاندې بې پروایي، او له جنایت سره همکاري یو قیمت لري چې بالاخره باید ادا شي.

ژباړه: زماني