د لبنان د حزبالله مشر: مقاومت دوام لري؛ وسله نه پرېږدو
پارس ټوډې - د حزبالله سیاسي شورا مرستیال مشر ټینګار وکړ چې حزبالله یو ملي مقاومت دی او خپله وسله به پرېنږدي.
د لبنان د حزبالله سیاسي شورا مرستیال مشر محمود قماطي د شنبې په ورځ په خپلو خبرو کې وویل چې مقاومت دوام لري او د هېواد او فلسطین په دفاع کې به هېڅکله کمزوری نه شي. هغه زیاته کړه: اعلانوو چې موږ یو ملي مقاومت یو او هر څوک چې دا مقاومت په ډلهییز، فرقهیي یا مذهبي چوکاټ کې ډلبندي کوي، په تېروتنه کې دی.
هغه وویل: موږ د لبنان او د دې هېواد د ملي امنیت د دفاع لومړۍ کرښه یو. د لبنان او فلسطین مقاومت د عربي ملي امنیت د دفاع لومړۍ کرښه او د صهیونیسټي تمو په وړاندې قوي خنډ دی.
د حزبالله سیاسي شورا مرستیال مشر یادونه وکړه: موږ خپله وسله او مقاومت نه پرېږدو او د لبنان د امنیت او ځواک ملګری به پاتې شو، او خپل لاس د لبنان ټولو اړخونو خواته غځوو، څو د صهیونیسټي تمو په وړاندې یو متحد ځواک جوړ کړو.