د یمن انصارالله: د یمن وسله د حماس وسله ده
Oct 05, 2025 07:14 Asia/Kabul
پارس ټوډې - د یمن د انصارالله غورځنګ یوه لوړپوړي غړي د دې غورځنګ وسله د فلسطین د اسلامي مقاومت (حماس) غورځنګ وسله وبلله.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د یمن د انصارالله غورځنګ لوړپوړي غړي «محمدالبخیتي» د شنبې په ورځ ټینګار وکړ: د یمن وسله د حماس وسله ده او د نړۍ تر ټولو مهمه سمندري تنگه د حماس په لاس کې ده، او که صهیونیسټان بیا جګړې او جنایتونو ته مخه کړي، موږ به هم د دوی ځواب ورکړو.
محمدالبخیتي وویل: حماس نه یوازې خپل کارتونه له لاسه نه دي ورکړي، بلکې نوي کارتونه یې هم ترلاسه کړي دي.
ټیګونه