د لوېدیځې آسیا هېوادونو ته د ایران صادرات زیات شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i165478-د_لوېدیځې_آسیا_هېوادونو_ته_د_ایران_صادرات_زیات_شوي_دي
پارس‌ ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د سوداګرۍ پراختیا سازمان د لوېدیځې اسیا دفتر مشر وویل: د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د سیمې یو شمېر هېوادونو لکه ترکیې، قطر، عمان او بحرین ته د ایران صادرات زیات شوي دي.
(last modified 2025-10-05T03:09:01+00:00 )
Oct 05, 2025 07:37 Asia/Kabul
  • د لوېدیځې آسیا هېوادونو ته د ایران صادرات زیات شوي دي

پارس‌ ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د سوداګرۍ پراختیا سازمان د لوېدیځې اسیا دفتر مشر وویل: د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د سیمې یو شمېر هېوادونو لکه ترکیې، قطر، عمان او بحرین ته د ایران صادرات زیات شوي دي.

د ایران د سوداګرۍ پراختیا سازمان د لوېدیځې اسیا دفتر مشر عبدالامیر ربیهاوي وویل: د احصایو له مخې، د لوېدیځې آسیا هېوادونو لکه ترکیې، قطر، عمان او بحرین ته صادراتو د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۸ تر ۹ سلنې زیاتوالی موندلی، چې په دې سیمه کې د ایران د بهرنۍ سوداګرۍ مثبت پرمختګ ښيي.

ربیهاوي د دې په بیان سره چې د لوېدیځې آسیا هېوادونو د سوداګرۍ ټولیزه کچه له ۲۰۳۷ میلیارد ډالرو څخه زیاته ده وویل، او اوس مهال د ایران ونډه له دې شمېرې یو سلنه کمه ده، خو موږ د دې ونډې د زیاتولو لپاره روښانه نقشه لرو. زموږ موخه له ترکیې سره د ۳۰ میلیارد ډالرو، له عراق سره د ۲۰ میلیارد ډالرو او له عمان سره د ۵ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف دی.