د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار تر تعقیب لاندې ورغی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i166012-د_امریکا_د_ملي_امنیت_پخوانی_سلاکار_تر_تعقیب_لاندې_ورغی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د عدلیې وزارت د دغه هیواد د ملي امنیت پخوانی سلاکار او په اوسني ولسمشر ټرامپ باندې نیوکه کونکی جان بولټن تر تعقیب لاندې وروست.
(last modified 2025-10-17T00:11:26+00:00 )
Oct 17, 2025 04:37 Asia/Kabul
  • د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار تر تعقیب لاندې ورغی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د عدلیې وزارت د دغه هیواد د ملي امنیت پخوانی سلاکار او په اوسني ولسمشر ټرامپ باندې نیوکه کونکی جان بولټن تر تعقیب لاندې وروست.

بلومبرګ سایټ نن سهار د یوې خبرې سرچینې په قول چې نوم یې  نه دی ایشوا شوی وویل د امریکا په مریلینډ ایالت کښې یوه لوړرتبه منصفه پلاوي جان بولټن د پټو سندونو د لرلو په دلیل تر تعقیب لاندې وروست.

سي این این ټيلي ويژن د دوو خبرو سرچینو په قول دغه خبر تائید کړ.

جان بولټن د نیویارک له لوی څارنوال «لتیشیا جیمز» او د ایف بي ايي ادارې  د پخواني مشر «جیمز کومې» وروسته د امریکا په ولسمشر دریم نیوکه کونکی سړی دی چې تر تعقیب لاندې وروستل شوی.

د امریکا فیډرال پولیسو «ایف بي ايي» په تیرې اګست میاشت کښې په مریلینډ ایالت کښې د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن  د کور او په واشنګټن کښې د هغه د دفتر تلاشۍ اخیستې وې.

په هغه وخت کښې یوې سرچینې این بي سي نیوز ټيلي ويژن ته ویلي وو دغه پلټنې د پټو مدرکونو  د لټولو لپاره د ملي امنیت د تحقیقاتو یوه برخه ده.

د جان بولټن وکیل په ځلونو دغه تحقیقاتو ته په غبرګون کښې ویلي هغه سندونه چې پټ دي او جان بولټون سره دي د پخواني ولسمشر جارج ډبلیو بوش د حکومت وخت ته یعني هغه وخت ته وګرځي چې بولټن په ملګروملتونو کښې د امریکا سفیر و او اساسا داسې سندونه دي چې د حکومت د یوه پخواني کارکونکي په لاس کښې دي.