صهیونیسټ نیواکګر رژیم یوازې د زور ژبه پيژندي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i166306-صهیونیسټ_نیواکګر_رژیم_یوازې_د_زور_ژبه_پيژندي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان شناندي «معن بشور» په یو لړ څرګندونو کښې ټینګار وکړ صهیونیسټ نیواکګر رژيم یوازې د زور په ژبه پوهیږي او زمونږ حق به هم یوازې د زور له لارې بیرته ترلاسه شي.
(last modified 2025-10-24T06:54:51+00:00 )
Oct 24, 2025 11:21 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ نیواکګر رژیم یوازې د زور ژبه پيژندي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان شناندي «معن بشور» په یو لړ څرګندونو کښې ټینګار وکړ صهیونیسټ نیواکګر رژيم یوازې د زور په ژبه پوهیږي او زمونږ حق به هم یوازې د زور له لارې بیرته ترلاسه شي.

بشور وویل د سیاسي ، د پوځي ، د رسندوي او د حقوقي مقاومت جبهې د نیواکګر رژیم د تعقیبولو او هغوې ته د ماتي ورکولو لپاره باید له یوبل سره په بشپړه ډول ګډ کار کولو ته ورسیږي.

د لبنان شناندي زیاته کړه د امریکا حکومت په یوه بشپړه مشکل کښې ګیر شوی دی او هڅه کوي د صهیونیزم د کړکیچ په حل کولو سره په خپل ځان باندې د دغه کړکیچ د پایلود اغیز مخه ونیسي.

بشور وویل د دښمن له ګوډاګیانو سره د مقاومت مقابله او په غزې کښې د دوې تعقیبول د فلسطین د ټولنې د دفاع لپاره یو طبیعي اقدام و.

د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې سرایا القدس» ویاند «ابو حمزه» مخکې په یوې وینا کښې د غزې د اوربند موافقې ته د مقامت په پاې بندۍ باندې ټینګار سره وویل د فلسطین ملت په یوې حساسې او ټاکونکي مرحلې کښې دی.