لا هم په لودیځه غاړه کې ۳۲ زره کسان بې ځایه دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (انروا) اعلان کړی چې په تېره جنورۍ میاشت کې په لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو د عملیاتو له پیل راهیسې اوه سوه کورونه ویجاړ یا سخت زیانمن شوي دي.
نوموړي بنسټ پرون په اېکس کې لیکلي چې لا هم په لویدیځه غاړه کې ۳۲ زره کسان بې کوره دي.
انروا ویلي چې له بشردوستانه بنسټونو سره په همکارۍ یې پر بې ځایه شویو کورنیو روغتیايي کڅوړې، توشکونه، کمپلې، بالښتونه او د پخلنځي توکي وېشلې دي.
د ملګرو ملتونو دغه بنسټ ټينګار کړی چې کورنۍ باید وتوانېږي خپلو کورونو ته ستنې شي او د جبري بې ځایه کېدو او تخریب لړۍ دې ودرېږي.
دا په داسې حال کې ده چې حماس غورځنګ څو ورځې مخکې ویلي، سره له دې چې په غزې تړانګه کې نسبي اوربند ټینګ شوی، خو اسرائیلي پوځیانو لا هم په بېلابېلو سیمو کې پوځي عملیاتو، یرغلونو او نیولو ته دوام ورکړی دی.