په غزې تړانګه کښې د درملو سخت کمښت روان دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د غزې تړانګې د روغتیا وزارت سیکرټر «منیر البرش»په یو لړ څرګندونو کښې وویل دغه سیمه د درملو له غمیزې سره مخامخ ده ځکه چې په دغه سیمه کښې څلورپنځوس فیصده اساسي درمل نشته او په دې سربیره په غزې کښې څلویښت فیصده بیړني درمل ختم شوي دي او یواویا فیصده طبي تجهیزات هم ختم شوي دي.
هغه وویل په غزې تړانګه کښې پاتې طبي محلولونه د اوربند په اعلانیدا سره یوازې د دغه سیمې د یوې میاشتې ضرورت پوره کوي.
د فلسطین د غزې تړانګې د روغتیا وزارت سیکرټر «منیر البرش» ټینګار وکړ چې د روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او(WHO)همدا اوس په «العریش» سیمه کښې د طبي تجهیزاتو درې زره ټرکونه چمتو کړي دي خو صهیونیسټ نیواکګر ځواکونه د دغو ټرکونو د ورتلو مخه نیولې ده.
هغه مخکې هم د غزې تړانګې د سلامتیا په نظام د صهیونیسټ رژيم له سختې کلابندۍ پرده پورته کړې وه او ویلي یې وو صهیونیسټ نیواکګر ځواکونه غزې ته د نویو موبائیل ټیلي فونونو او د ډیکوریشن د شیانو د ورتلو اجازه ورکوي خو د ناروغانو، د ژوبلو کسانو او د ماشومانو د ژوند د بچولو لپاره د ضروري طبي تجهیزاتو او د ضروري درملو د ورتلو مخه نیسي.