په غزه کې د شهیدانو شمېر ۷۰ زره او ۳۵۴ ته ورسېد
https://parstoday.ir/ps/news/event-i168154-په_غزه_کې_د_شهیدانو_شمېر_۷۰_زره_او_۳۵۴_ته_ورسېد
پارس ټوډې – د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ۶ شهیدان او ۱۵ ټپیان د غزې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
(last modified 2025-12-07T01:31:22+00:00 )
Dec 07, 2025 05:58 Asia/Kabul
  • په غزه کې د شهیدانو شمېر ۷۰ زره او ۳۵۴ ته ورسېد

پارس ټوډې – د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ۶ شهیدان او ۱۵ ټپیان د غزې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت په خبره، د دې شپږو شهیدانو په ور اضافه کېدو سره، د ۲۰۲۳م د اکتوبر له اوومې نېټې (۱۴۰۲ کال د تلې له ۱۵مې) راهیسې، چې پر غزې د صهیونیسټي رژیم وحشیانه بریدونه پیل شوي، د فلسطینیانو د شهیدانو شمېر ۷۰ زره او ۳۵۲ ته او د ټپیانو شمېر هم ۱۷۱ زره او ۳۰ کسانو ته رسېدلي دي.

د دې راپور له مخې، د اعلام شوي اوربند سره سره، د اشغالګرو ځواکونو بریدونه د غزې په جنوب او شمال کې لا هم روان دي.