په قطر کې د «دوحې فورم» غونډه پرون شنبه پیل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i168160-په_قطر_کې_د_دوحې_فورم_غونډه_پرون_شنبه_پیل_شوه
په قطر کې د «دوحې فورم» غونډه پرون د دغه هېواد د لومړي وزیر او د بهرنيو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل‌ثاني په وینا پیل شوه چې د روانې ډسمبر میاشتې تر اتمې نېټې به دوام وکړي.
(last modified 2025-12-07T01:39:27+00:00 )
Dec 07, 2025 06:07 Asia/Kabul
  • په قطر کې د «دوحې فورم» غونډه پرون شنبه پیل شوه

په قطر کې د «دوحې فورم» غونډه پرون د دغه هېواد د لومړي وزیر او د بهرنيو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل‌ثاني په وینا پیل شوه چې د روانې ډسمبر میاشتې تر اتمې نېټې به دوام وکړي.

د راپورونو له مخې، د افغان حکومت په ګډون د نړۍ له ۱۶۰ څخه د زیاتو هېوادونو استازي په دې ناسته کې ګډون کوي. د سږ کال د فورم شعار «عدالت په عمل کې؛ له ژمنو تر پرمختګه» ټاکل شوی دی.

د راپور له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالحی قانت، د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړی استازی عصمت الله ایرګاشوف، د ازبکستان د ستراتیژیکو او بین السیمه ییزو مطالعاتو مشر الدور اریپوف، ولید جوید، او په قطر کې پروفیسور زومید بابر، د قطر د جورج ټاون پوهنتون د نړیوالو او سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز اجراییوي رییس به وینا وکړي.

په دې فورم کې د افغانستان ترڅنګ د غزې، اوکراین، منځني ختیځ، د ایران–اسراییلو ترینګلتیا او د نړیوالې سوداګرۍ د اندېښنو په اړه هم بحثونه کېږي.