چین د وینزویلا هیواد ملاتړ ته وردانګلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i168556-چین_د_وینزویلا_هیواد_ملاتړ_ته_وردانګلي_دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د وینزویلا پرضد د امریکا د ولسمشر ټرامپ له خبرداري وروسته چین د وینزویلا ملاتړ ته راوتلی دی.
(last modified 2025-12-18T07:08:24+00:00 )
Dec 18, 2025 11:34 Asia/Kabul
  • چین د وینزویلا هیواد ملاتړ ته وردانګلي دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د وینزویلا پرضد د امریکا د ولسمشر ټرامپ له خبرداري وروسته چین د وینزویلا ملاتړ ته راوتلی دی.

د  چین د باندنیو چارو وزیر «وانګ يي»د وینزویلا له خارجه وزیر «ایوان ګیل» سره په ټیلي فوني خبرو کښې د وینزویلا د موجوده حالاتو په هکله د نظر تبادله وکړه.

د چین خارجه وزیر «وانګ يي» په دغو ټیلي فوني خبرو کښې وویل چې د یو اړخیزه خبرداري ورکونکو چلندونو مخالفت کوي او د ټولو هیوادونو د خپلواکۍ او د قومي وقار د دفاع ملاتړ کوي.

د امریکا د ولسمشر ټرامپ لخوا وینزویلا ته تلونکو او راتلونکو د تیلو د کشتیو پرضد د اقداماتو په هکله د غبرګون په  ښودلو سره غوښتنه وکړه نړیواله ټولنه هم د وینزویلا د جایزو حقونو او د ګټو د دفاع ملاتړ کوي.

د وینزویلا خارجه ویل ایوان ګیل هم وویل چې حکومت او عوام به په پیاوړي ډول د خپل هیواد د خپلواکۍ او د ازادۍ دفاع وکړي او مونږ به  د قدرت سیاست او د چا خبرداری ونه منو.

له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ټرامپ د وینزویلا حکومت د خارجي ترهګرې ډلې په بللو سره د امریکا د شتیمو په  غلا کولو ، د نشه ئیزو موادو په قاچاق او د انسانانو په قاچاق کښې لاس لرونکی وباله.