اروپایي ټولنې اوکراین ته د ۹۰ میلیارده یورو پور تصویب کړ
اروپايي ټولنې د اوکراین د بودیجې او پوځي اړتیاوو لپاره د ۹۰ میلیارده یورو پور تصویب کړ.
اروپايي کمیسیون اعلان وکړ چې دغه پور په راتلونکو دوو کلونو کې د اوکراین د مالي اړتیاوو د زیاتې برخې د پوره کولو لپاره ورکوي.
دا اقدام په روانه جنوري میاشت کې وروسته له دې کېږي چې د اروپايي ټولنې مشرانو تیرې ډسمبر میاشتې کې دا غوره کړه چې اوکراین ته د ټولنې په هېوادونو کې د روسیې د کنګل شویو شتمنیو په ضمانت د "جبراني پور" په ځای د ټولنې له بودیجې څخه پور ورکړل شي.
تېر کال، نړیوال وجهي صندوق (IMF) اټکل وکړ چې اوکراین به د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو لپاره شاوخوا ۱۳۵ میلیارد یورو ته اړتیا ولري.
کېیف وار دمخه د راتلونکي پسرلي په پیل کې په خپله بودجه کې د ۷۱.۷ میلیارد یورو کسر سره مخ دی.
په داسې حال کې چې، واشنګټن ویلي اوکراین سره خپلې مالي مرستې کموي،اروپايي ټولنې ژمنه کړې چې د دغه کسر لویه برخه به پوره کړي.