فرانسې په ګرینلینډ کښې د ناټو د پوځي مانورې غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i169828-فرانسې_په_ګرینلینډ_کښې_د_ناټو_د_پوځي_مانورې_غوښتنه_وکړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فرانسې ولسمشر «امانوئل مکرون» نن وویل چې پاریس په ګرینلینډ جزیرې کښې د ناټو د پوځي مانورې د ترسره کولو غوښتنه کړې ده او په دغه مانورې کښې ګډون کولو ته تیار دی.
(last modified 2026-01-21T10:58:52+00:00 )
Jan 21, 2026 15:24 Asia/Kabul
  • فرانسې په ګرینلینډ کښې د ناټو د پوځي مانورې غوښتنه وکړه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فرانسې ولسمشر «امانوئل مکرون» نن وویل چې پاریس په ګرینلینډ جزیرې کښې د ناټو د پوځي مانورې د ترسره کولو غوښتنه کړې ده او په دغه مانورې کښې ګډون کولو ته تیار دی.

د الیزه ماڼۍ وویل چې فرانسې د امریکا د ولسمشر ټرامپ له ګواښونو سره د مقابلې لپاره چې غواړي د نیمه کورواکه ګرینلینډ سیمې کنټرول په لاس کښې واخلي د ډانمار د قلمرو په دغه سیمه کښې د ناټو د پوځي مانورې د ترسره کولو غوښتنه کړې ده او په دغه مانورې کښې د ګډون لپاره یې  خپل چمتو والی اعلان کړی دی.

د الیزه ماڼۍ لخوا دغه بیانیه وروسته له دې خپریږي چې د فرانسې په شمول څو اروپايي هیوادونو تیره اونۍ د ناڼو په مشرۍ د پیژندنې د یوه ماموریت د برخې په توګه خپل ځواکونه دغه جزیرې ته استولي دي.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون پرون د سویزرلینډ په ډاووس کښې د اقتصاد د نړیوالې ټولنې په غونډې کښې له امریکا سره د ګرینلینډ له یوځاې کیدا سره د اروپايي هیوادونو د مخالفت په بڼه کښې د تجارتي تعرفو د لګولو لپاره د امریکا د ولسمشر ټرامپ ګواښ ته په اشارې سره وویل اروپا بدمعاشۍ ته نه تسلیمیږي او مرعوبه نه کیږي.