ایران له تر ټولو بدې سناریو سره د مقابلې لپاره چمتووالی لري
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر «هاکان فیدان»له ایران سره د لویدیځو هیوادونو د خبرو اترو او د ډيپلوماسۍ په حل لارې باندې ټینګار سره وویل:که چیرې تهران داسې احساس کړي چې په خبرو کښې تر کلابندۍ لاندې دی نو له تر ټولو بدې سناریو سره مقابلې کولو ته تیار دی.
هغه د سوریې موضوع او د سوریې د موقته حکومت او د سوریې د کرد ډیموکراټیک ځواکونو ترمینځ اوربند ته اشاره وکړه او د سوریې د چارواکو او د وسله وال کرد ډلو ترمینځ د اوربند د موافقې تمدیدل یې لیرې وباله.
د ترکیې خارجه وزیر هاکان فیدان له «سکايي نیوز» ټیلي ويژن سره په مرکه کښې ټینګار وکړ مونږ د ایران پرضد له هر ډول پوځي اقدام سره مخالف یوو او ټینګار کوو چې ایران باید خپل کورني مشکلات په خپله حل کړي.
هغه د ایران پرضد ظالمانه بایکاټونو ته اشاره وکړه او ویې ویل مونږ د فرصت له لاسه ورکولو پرته د خبرواترو او د ډيپلوماسۍ له لارې د ایران د اټومي مسلې په هکله د اختلافاتو د حل پرضرورت باندې ټینګار کوو.
د ترکیې خارجه وزیر هاکان فیدان ډاګینه کړه مونږ له هغو حملو سره چې په دولس(۱۲) ورځني جنګ کښې د ایران پرضد وشوې مخالف یوو او د خبرو له لارې د مشکلاتو د حل کولو غوښتونکي یوو او د جنګ د مخینوي لپاره به ډيپلوماټیکو هڅو ته دوام ورکړو.