امریکا کښې سخته واوره شوې او څوارلس کسان هم وژل شوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا په بیلابیلو سیمو کښې تراوسه له یو فټ څخه زیاته واوره وریدله او په مختلفو پیښو کښې څوارلس کسان وژل شوي هم دي.
د امریکا په ځینو سیمو کښې له لسیزو لسیزو راهسې سخت ساړه راغلی او د الوتکو اولس زره الوتونه لغوه شوي او لس لکه خلک له بریښنا څخه محرومه شوي دي.
د امریکا په څلورڅلویښتو ایالتونو کښې د شل لکه خلکو لپاره د سخت ساړه خبرداری ورکړل شوی او په څلرویشتو ایالتونو کښې بیړنی حالت اعلان شوی.
د امریکا د واشنګټن، نیویارک ، ټیکساس، اوکلاهوما او د نیوجرسي په شمول په لسګونو ایالتونو کښې له سړې هوا سره سره سختې واورې او بارانونه اوس هم روان دي.
د نیویارک په کلیوالو سیمو کښې نن د تودوخي درجه منفي نهه څلویښتو ته غورځیدلې او په واشنګټن کښې نن دفترونه بند دي او په نیویارک ښار کښې ښوونځي چهټي شوي او درسونه انلاین ورکول کیږي.