واشنگتن پوسټ لیکلي؛ ایران د امریکا د پوځي اډوټارګټ کولو وړتیالري
-
د سیمه ایزو هیوادونو د امریکا لپاره د ایران د توغندیو د ځواک په اړه خبرداری
پارس ټوډی - د واشنگتن پوسټ ورځپاڼې د امریکا د متحدینو د امنیتي ارزونو پراساس ویلي چې ایران اوس هم د اغیزشیندونکي توغندوي قدرت لري او د امریکا د پوځي ګټو، چې په هغو کې له ۱۰ پوځي اډې او د دغه هیواد ګڼ شمېر پوځيان په سیمې کې دي،په شیشت کې راوستلی شی.
د واشنګتن پوسټ ورځپاڼې په دې راپور کې راغلي چې د فارس خلیج د یو متحد د ارزونې پراساس، ایران د لنډ واټنه وسلو، د توغندیو د ویشتونکو پلیټ فارمونو او د توغندیو د تولید وړتیا لري، چې دا قدرت د امریکا د اهدافو لپاره یوه جدي ګواښ کیدلی شی.
د دغه راپور په اساس، د ایران وړتیا په ځوابي بریدونو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د محاسبو لپاره یوه مهمه برخه وه کله چې هغه د ایران په شاوخوا کې د امریکائي عسکرو د زیاتوالي په اړه خبرې وکړې. ټرمپ چې مخکې ئې د احتمالي پوځي اقدام خبره کړې وه، په دوام کې خپل دریځ بدل کړ او خبره ئې واړوله ، او له تهران څخه ئې غوښتنه وکړه چې ایټمي خبرو اترو ته دې راشي؛ یوه داسې موضوع چې په ۲۰۱۵ کال کې له شوي جامعې نړیوالې ایټمی موافقې څخه د امریکا له وتلو سره په ټکر کې ده.
یو ایرانی ډیپلوماټ له دې ورځپاڼې سره په خبرو کې ټینګار کړی چې تهران د درناوي لپاره چمتو دی، خو د دباؤ او پوځي ګواښونو په سیوري کې هیڅکله مذاکرات ونه کړي. امریکا مخکې هم په ۱۲ ورځني جنګ کې له صهیونیسټی رژیم سره ملتیا کړی وه او وروسته له دې، ایران د قطر په العدید هوائي اډې باندې توغندي ووَرول .
د واشنگتن پوسټ په تحلیل کې راغلي چې ایران په سیمې کې د امریکا متحدینو ته ښودلې چې په فارس خلیج کې د یرغلګرو پر مرکزونو د مرګونو بریدونو وړتیا لري او که نوې جګړه رامنځته شي، دا بریدونه به محدود او کنټرول نشي.
دا په داسې حال کې دي چې دعربستان او متحده عربی اماراتو پشمول ځینو عربو هېوادونو ویلي دي چې د ایران پر وړاندې دپوځي عملیاتو لپاره به د خپلې خاورې یا فضاء د کارولو اجازه ورنکړي.