افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې
https://parstoday.ir/ps/news/event-i170496-افغانستان_او_پاکستان_په_تېره_اونۍ_کې
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
(last modified 2026-02-08T07:57:25+00:00 )
Feb 08, 2026 12:23 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر «نورالله نوري»، په کابل کې د ایران له سفیر «علیرضا بېګدلي» سره په کتنه کې اعلان وکړ چې د افغانستان او ایران ترمنځ د پولې د رسمي تثبیت بهیر به ډېر ژر پیل شي. په دې لیدنه کې دواړو لورو د ګډې پولې د تثبیت او د سرحدي نښو او علامو د تازه کولو په اړه خبرې وکړې.

بېګدلي د تهران او کابل ترمنځ د سیاسي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا د ټینګار ترڅنګ وویل: ایران چمتو دی چې له افغانستان سره د ګډې پولې د تثبیت په برخه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي او دا بهیر ګړندی کړي. په کابل کې د ایران سفیر همدارنګه ټینګار وکړ چې د سرحدي چارو په برخه کې د دواړو هېوادونو همکاري د ایران او افغانستان د اړیکو د هر اړخیزې پیاوړتیا لامل ګرځي.

نوري هم په دې لیدنه کې ډاډ ورکړ چې د افغانستان د سرحدونو چارو وزارت به د پولې د تثبیت د بهیر د چټکتیا او د شته ستونزو د حل لپاره هر اړخیزه همکاري وکړي، او ټینګار یې وکړ چې د سرحدي نښو د تازه کولو رسمي بهیر به په نږدې راتلونکي کې پیل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې (ACCI) رئیس «سید کریم هاشمي» او په کابل کې د ایران سفیر علیرضا بېګدلي، د ګډو سوداګریزو فرصتونو د زیاتوالي، د پانګونې د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د اعلامیې له مخې، په دې لیدنه کې د ټرانزیټ د بهیر د اسانتیا، د سرحدي سهولتونو د ښه کېدو او د ټرانسپورټي بنسټونو پر پیاوړتیا ټینګار وشو، څو د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې چارې لا چټکې او اسانه شي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د افغانستان او ایران ترمنځ دوه‌اړخیزه سوداګري ۳٫۵ میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده. کارپوهان د خواف–هرات د رېل‌پټلۍ رول د ټرانزیټ په اسانتیا او د لګښتونو په کمولو کې ډېر اغېزناک بولي.

په وروستیو کلونو کې د افغانستان او ایران اقتصادي همکارۍ د پام وړ زیاتې شوې دي. لکه د خواف–هرات د رېل‌پټلۍ پروژه.

 

د طالبانو د رئیس الوزراء اداري مرستیال «عبدالسلام حنفي»،  د شیعه وګړو له یوه پلاوي سره په لیدنه کې ویلي وو چې د افغانستان خلک د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې په ورورولۍ سره ژوند کړی او د دې ملت یووالی او همغږي د هېواد د پرمختګ لپاره یوه بنسټیزه اړتیا ده. حنفي ویلي وو چې دا حکومت پرته له قومي توپیرونو، د خلکو د غوښتنو او ستونزو د حل مسئولیت پر غاړه لري.

له دې مخکې د افغانستان د شیعه عالمانو شورا له طالب چارواکو سره په خبرو کې د شیعه مذهب د رسميت پاتې کېدو، د تشیع د احوال شخصیه قانون د رسمي پاتې کېدو، په حکومت کې د شیعه وګړو د نفوسو په تناسب ګډون، په هغو پوهنتونونو او ښوونځیو کې د جعفري فقهې او عقایدو تدریس چې زیات زده‌کوونکي یې شیعه دي، او د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه کړې وه.

په مسکو کې د طالبانو سفیر «ګل حسن» اعلان وکړ چې د روسیې د شرکتونو استازي دا مهال په کابل کې له اړوندو افغان بنسټونو سره د کوچنیو اوبو برېښناکوټونو د جوړولو په اړه خبرې کوي.

هغه زیاته کړه چې روسي شرکتونه د برېښنا د تولید برخې ته لېوالتیا لري. ځینې یې مخکې افغانستان ته تللي او له مسئولو ادارو او د دې برخې له متخصصینو سره یې لیدنې او خبرې کړې دي.

په روسیه کې د طالبانو سفیر وویل چې د دواړو هېوادونو سوداګریزې او اقتصادي اړیکې د پراختیا په حال کې دي او که ځینې ستونزې، په ځانګړي ډول بانکي محدودیتونه، حل شي؛ افغانستان کولای شي له روسیې څخه تیل، ګاز، درمل، صنعتي توکي، غلې دانې، نباتي غوړي او نور محصولات وارد کړي.

د طالبانو د رئیس الوزراء اقتصادي مرستیال «عبدالغني برادر»،  د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر «رشید مرادوف» سره په لیدنه کې وغوښتل چې د تورغنډۍ–هرات د رېل‌پټلۍ د پروژې په اړه د ترکمنستان دریځ روښانه شي، او ټینګار یې وکړ چې قزاقستان هم د دې پروژې لپاره خپله جدي لېوالتیا اعلان کړې ده.  

د اقتصادي مرستیال د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د کانونو وزیر «هدایت‌الله بدري»، د اوبو او برېښنا وزیر«محمد یونس آخندزاده»، د ترکمنستان د ټرانسپورټ او رېل‌پټلۍ وزیر، د دولت وزیر او د ترکمن‌ګاز د دولتي شرکت رئیس او د دواړو هېوادونو یو شمېر چارواکي هم حاضر وو.

دواړو لورو د رېل‌پټلۍ تر څنګ د برېښنا د لېږد، د بهرنیو شرکتونو د پانګونې، د سوداګرۍ د پراختیا، بانکي همکاریو، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د اقتصادي پروژو د ګډ مدیریت په اړه خبرې وکړې.

د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال هم د تورغنډۍ–هرات په رېل‌پټلۍ کې د پانګونې لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړ او ویې ویل چې د تورغنډۍ په برخه کې کار عملاً پیل شوی دی.

 

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې د اهل تشیع پر جومات د برید غندنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د لمونځ‌کوونکو او سپېڅلو ځایونو په نښه کول د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف عمل دی او عاملین یې باید سزا وویني.

د دې وزارت ویاند«عبدالقهار بلخي»،  په «ایکس» ټولنیزه شبکه کې ولیکل چې د اسلام‌اباد په یوه جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال د چاودنې پېښه چې د ګڼو لمونځ‌کوونکو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل شوه، غندي.

هغه زیاته کړه چې د حضرت خدیجة الکبری (س) په جومات کې دا ترهګریز برید د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف عمل دی او کابل په دې اړه خپله خواخوږي څرګندوي.

د داعش ترهګرې ډلې په خپل ټلګرامي چینل کې اعلان وکړ چې په اسلام‌اباد کې د اهل تشیع د حضرت خدیجة الکبری (س) پر جومات مرګونی برید د دې ډلې عناصرو ترسره کړی دی.

د پاکستان پولیسو او دولتي چارواکو ویلي چې د جمعې د لمانځه پر مهال د ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه ۳۱ کسان شهیدان شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند «اسماعیل بقایي»،  د پاکستان په بلوچستان کې ترهګریز بریدونه په کلکه وغندل. هغه د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت ویلو او د ټپیانو لپاره د روغتیا هیله وکړه او د پاکستان له دولت او ولس سره یې د ایران د اسلامي جمهوریت خواخوږي څرګنده کړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ترهګرۍ د هر ډول بڼې او مظاهرو پر وړاندې د ایران د اصولي دریځ په یادونې سره، د ترهګرۍ او ترهګرو ډلو پر وړاندې د اغېزمنې مبارزې لپاره د ګاونډیو هېوادونو او د سیمې په کچه د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

په پاکستان کې د ایران سفیر «رضا امیري مقدم»،  د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر «محمد اسحاق‌ډار» سره لیدنه او خبرې یې وکړې. امیري مقدم په دې لیدنه کې د اسلام‌ابادپه یوه جومات کې د غمجنې چاودنې له امله خپله خواخوږي څرګنده کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم دا ترهګریز برید په کلکه وغنده او د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان پر کلک هوډ یې ټینګار وکړ. د ایران سفیر هم د دوه‌اړخیزو بنسټیزو میکانیزمونو له لارې په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پرمختګونو په اړه هم معلومات ورکړل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، له ایران سره د مهمو او لومړیتوب لرونکو برخو کې د لا پیاوړې همکارۍ پر ژمنتیا ټینګار وکړ.

د پاکستان د عالمانو د شورا مشر«طاهر اشرفي»،  د بېلتون‌پالو وسله والو «د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکي پوځ» د بریدونو په غبرګون کې ادعا وکړه چې د پاکستان دښمنان په افغانستان کې ناست دي او د دې هېواد د ناامنه کولو هڅه کوي. هغه له نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تر دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر «محسن نقوي» د بلوچستان صوبې په ۱۲ ځایونو کې د یادې ډلې د همغږو بریدونو په تړاو هند د دې بریدونو د پلان او عملي کېدو مسئول بللی وو.

 

د قزاقستان ولسمشر «قاسم ژومارت توکایف» پاکستان ته د خپل رسمي سفر پر مهال د دې هېواد له لومړي وزیر «شهباز شریف» سره ولیدل. دواړو لورو د څو همکارۍ سندونو تر لاسلیک وروسته، په سیمه کې د تلپاتې سولې د ټینګښت او د شخړو د حل لپاره د ملګرو ملتونو له منشور سره سم د ډیپلوماتیکو لارو پر اړتیا ټینګار وکړ.

دا په تېرو ۲۳ کلونو کې پاکستان ته د قزاقستان د ولسمشر لومړنی رسمي سفر بلل کېږي. توکایف ته د اسلام‌اباد د رسېدو پر مهال د پاکستان ولسمشر او لومړي وزیر ښه راغلاست ووایه.

د پاکستان او قزاقستان مشرانو په دوه‌اړخیزو غونډو او همدارنګه د دواړو پلاویو په ګډه ناسته کې، د اقتصادي، پانګونې، دفاعي، سوداګریزو او کلتوري همکاریو د پراختیا هوکړه وکړه. د دواړو هېوادونو چارواکو د سمندري همکارۍ، د بندیانو د تبادلې، کانونو، رېل‌پټلۍ، تیل او مصنوعي ځیرکتیا په برخو کې د همکارۍ یادداشتونه هم لاسلیک کړل.

د پاکستان لومړي وزیر د غزې وضعیت ته په اشارې سره هیله وښوده چې د نړیوالې ټولنې هر اړخیزې هڅې به، په غزه کې د تلپاتې اوربند لامل شي.

د لیبیا د ملي اردو (ختیځ کمپ) قومندان جنرال «خلیفه حفتر»،  د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا او په دې برخه کې د نویو افقونو د پرانیستلو په موخه اسلام‌اباد ته ورسېد او د پاکستان د پوځ د قومندان او نورو لوړپوړو پوځي چارواکو له لوري یې هرکلی وشو.

حفتر د پاکستان د پوځ له قومندان سره په لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر زیاتولو ټینګار وکړ. جنرال «عاصم منیر» هم اسلام آباد ته د لیبیا د پوځي پلاوي د سفر په اړه خوښي څرګنده کړه.

د لیبیا ختیځ حکومت (د پارلمان له خوا ټاکل شوي حکومت) اعلان وکړ چې په دې سفر کې به د بنغازي او اسلام‌اباد ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا لارې وڅېړل شي. د پاکستان د پوځ قومندان مخکې بنغازي ته سفر کړی وو او هلته د ۴ میلیارده ډالرو په ارزښت د وسلو تړون لاسلیک شو.

د قذافي د رژیم تر پرځېدو (۲۰۱۱) وروسته په لیبیا کې دوه حکومتونه واکمن دي: په طرابلس کې د مېشت د ملي یووالي حکومت چې د لیبیا لوېدیځې برخې کنټرول په لاس کې لري او نړیوال رسمیت لري، او بل حکومت چې د لیبیا پر ختیځه برخه واکمن دی او د پارلمان له خوا ټاکل شوی دی.

په تهران کې د پاکستان سفارت له کشمیر سره د پیوستون د ورځې په مناسبت مراسم ترسره کړل، څو له کشمیري وروڼو سره خپله ټینګه او نه بدلېدونکې ملګرتیا وښيي. په تهران کې د پاکستان سفیر «محمد مدثر ټیپو» په خپله وینا کې یو ځل بیا د کشمیر له خلکو سره د پاکستان د سیاسي، اخلاقي او ډیپلوماتیک ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ.

هغه وویل چې کشمیریان له لسیزو راهیسې د غیرقانوني اشغال لاندې دي، او ټینګار یې وکړ چې دا شخړه باید د ملګرو ملتونو د پرېکړه‌لیکونو او د کشمیر د خلکو د غوښتنو او هیلو پر بنسټ په عادلانه او پر وخت حل شي. د هغه په وینا، د دې وضعیت عادلانه او پر وخت حل کول کولای شي د خلکو کړاوونه او دردونه راکم کړي.

ژباړه: زماني