هالېنډ په اسرائیلي کې تولید شوي توکي بایکاټ کړل
پارس ټوډې - هالېنډ د جمعې په ورځ اعلان کړی چې له اسرائیلي ښارګوټو څخه واردېدونکي توکي به بایکاټ کړي او د اروپائي اتحادئې له غړو هېوادونو ئې وغوښتل چې ورته اقدامات وکړي.
زمونږخبریال د ایکنا نیوز په حواله راپور راکړی؛ د هالېنډ د بهرني تجارت او پراختیائي ملګرتیاؤ وزیر سیوِرد ویمر دېسما په ایکس ټولنیز چینل کې لیکلي: د هالېنډ کابینې د هغو توکو پر سوداګرۍ بندیز منلی چې په اسرائیلي ښارګوټو کې تولید شوي دي، ځکه دا ښارګوټي د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتو د پرېکړهلیکونو له مخې غیرقانوني بلل کېږي.
د نړیوالو قوانینو له مخې، هغه نیواکي ښارګوټي چې په ۱۹۶۷ کال کې د اسرائیلو له خوا په نیواکي سیمو کې جوړ شوي، غیرقانوني ګڼل کېږي.
دېسما په دې ټینګار وکړ چې دا پرېکړه اسرائیلو ته یو پياوړی پیغام ورکوي او هالېنډ نه غواړي د دغه غیرقانوني وضعیت په دوام کې ونډه ولري.
هغه وویل: د عدالت نړیوالې محکمې څرګنده کړې چې د فلسطینيو سیمو نیواک غیرقانوني دی، چې د لوېدیځې غاړې پراخې سیمې رانغاړي، او د دې وضعیت ای ته د رسولو اړتیا یې هم یاده کړې ده.
دېسما زیاته کړه: په همدې اساس مونږ دا اقدامات اوس ترسره کوو او لا هم اروپا رابولو چې زمونږ لاره تعقیب کړي.
د هالېنډ حکومت ټینګار کړی چې د نیواکي ښارګوټو پر توکو بندیز د دې لپاره لګول شوی چې د هالېنډ اقتصادي فعالیتونه د داسې وضعیت په دوام کې شریک نه شي چې له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي.
په دې پرېکړه کې راغلي چې له غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو څخه د توکو واردات منع دي او د هغو د توکو پېر او پلور هم درول کېږي.