صهیونیسټي رسانئ!په میلیونونو ایرانیان له خپل رهبر سره الوداع کوي
پارس ټوډې- صهیونیستي رسنیو لیکلي دي،میلیونونه ایرانیانو د «مرګ پر اسرائیل» شعارونو سره له خپل رهبر سره وروستۍ مخه ښه وکړه
پارس ټوډې راپور ورکړی، صهیونیستي ورځپاڼې یدیعوت آحارونوت لیکلي، چې د ایران د شهید رهبر د جنازې په مراسمو کې د لسګونو میلیونونو کسانو ګډون د قدرت څرګندونه او د امریکا لپاره په سترګه کې اغزی بلل کېږي.
دغې خپرونې دغه راز لیکلي دي، ایران د خپل میلیوني ولس د قدرت له لارې اعلان کوي، چې انقلاب ئې هیڅ حد او پوله نه لري.
له بلې خوا دغې خپرونې دغه راز راپور ورکړی ، چې د صهیونیسټي لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر هغه خبرونه چې د نیویارک ټایمز له قوله د ایرانیو لوړپوړو مرکچیانو د ترور لپاره د ا سرائیلو د پلانونې په باب خپره کړي وو، دروغ وبلل.
همدارنګه صهیونیستي رسنۍ واینېټ راپور ورکړی،چې په تهران کې ویرکوونکو د غچ سور بیرغونه پورته کړي او د مرګ پر امریکا» او «مرګ پر اسرائیل» شعارونه ئې ورکول.