د ټرمپ تش ګواښونه او د امریکا د قدرت لړزانتیا (سیاسی تبصره)
https://parstoday.ir/ps/news/event-i176790-د_ټرمپ_تش_ګواښونه_او_د_امریکا_د_قدرت_لړزانتیا_(سیاسی_تبصره)
پارس ټوډې – د امریکا کرغیړن ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا یو هېواد په  بمبارولو ګواښلی؛ دې ځل ئې عمان په نښه کړی، هغه هېواد چې له یوې خوا د ایران  د اړوندو  خبرو اترو په بهیر کې او له بلې خوا د هرمز تنګي د تګ راتګ په تړاو وروستیو بدلونونو کې رول لري.
(last modified 2026-08-19T01:56:48+00:00 )
Aug 19, 2026 06:22 Asia/Kabul
  • د ټرمپ تش ګواښونه او د امریکا د قدرت لړزانتیا
    د ټرمپ تش ګواښونه او د امریکا د قدرت لړزانتیا

پارس ټوډې – د امریکا کرغیړن ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا یو هېواد په  بمبارولو ګواښلی؛ دې ځل ئې عمان په نښه کړی، هغه هېواد چې له یوې خوا د ایران  د اړوندو  خبرو اترو په بهیر کې او له بلې خوا د هرمز تنګي د تګ راتګ په تړاو وروستیو بدلونونو کې رول لري.

ټرمپ ویلي، که عمان د امریکا د اقداماتو مخه ونیسي، نو هغه به په سخت ډول بمباري کړي. دغه ګواښ یوازې د امریکا په بهرني سیاست کې د یوې عادي څرګندونې په توګه نه شو ارزولی؛ بلکې دا د هغې کړنلارې یوه برخه ده چې په ترڅ کې یئې ګواښونه زیات شوي، خو د ګواښ او د هغه د عملي کېدو ترمنځ واټن هم پراخ شوی دی. له همدې امله، که عمان د ټرمپ ګواښونه جدي ونه ګڼي، نو دا به چندان د حیرانتیا وړ نه وي. له بېلابېلو هېوادونو سره د ټرمپ د حکومت تېر چلند ښئي چې د ګواښ او عملي اقدام ترمنځ د پام وړ واټن شته؛ داسې واټن چې اوس د واشنګټن لپاره په یوې سټراټیژیکې ستونزې بدل شوی دی.

ټرمپ هڅه کوي چې «نه اټکل کېدا ئې » د امریکا د قدرت  د زیاتولو په یوې وسیلې بدله کړي. خو که نه اټکل کېدا  ئې له یوې روښانه سټراټیژۍ څخه برخمنه نه وي،نو سوکه سوکه پر بشپړ  بې‌باورۍ  بدلېږي. متحدان ئې نه پوهېږي چې واشنګټن به راتلونکې کومه پرېکړه وکړي، او سیالان هم ورو ورو درک کوي چې کوم ګواښونه د عملي کېدو وړ دي او کوم ئې یوازې د سیاسي دباؤ  د زیاتولو لپاره مطرح کېږي.

سي‌ان‌ان د دغه  بحران لمن تر ایران هم پراخه بولي. عمان له یوې خوا د امریکا له پوځي ګواښ سره مخ دی او جنوبي کوریا له بلې خوا د واشنګټن تر دباؤ  لاندې ده. ټرمپ پر سیؤل نیوکه کوي چې له ایران سره جنګ  ته له واریدیدا ډډه کوي، او په ورته وخت کې د امریکا او جنوبي کوریا د پوځي مشقونو  په اړه داسې دریځونه غوره کوي چې د شمالي کوریا له ځینو غوښتنو سره نږدې دي. دغه  ګډ وډ دریځ د امریکا متحدانو ته یو خطرناک پیغام  لېږدولی شي. واشنګټن له خپلو متحدانو څخه د همکارۍ تمه لري، خو خپله د امنیتي ژمنو په اړه ګډ وډ پیغامونه استوي.

په داسې شرایطو کې، ټرمپ اتحادونه تر پخوا ډېر د مالي تړونونو  په څېر ویني؛ یعنې متحد باید لګښت ورکړي او په هغو ماموریتونو کې چې واشنګټن ئې غواړي، ورسره ملګری شي. دغه لیدلوری اتحاد له یوه اوږدمهاله او سټراټیژیکې پانګې څخه پر یوه لنډمهاله معاملې بدلوي.

د امریکا د بهرنیو اړیکو د شورا پخواني مشر ریچارډ هاس،  هم د همدغه بهیر په اړه خبرداری ورکړی دی. هغه د هرمز تنګي د مالکیت په اړه د ټرمپ ادعا «احمقانه» او «زیانمنه» بللې ده. امریکا له کلونو راهیسې پر دې ټینګار کړی چې دغه اوبلاره  نړیواله ده، او دا ډول ادعا د واشنګټن له اوږدمهاله بهرني سیاست سره په ټکر کې راوستلی  شي.

دغه اندېښنه یوازې یوه نظري موضوع نه ده. شمالي کوریا د خپل ایټمي او توغندوي پروګرام پراختیا ته دوام ورکړی او له مسکو او بیجینګ سره د پیونګ‌یانګ اړیکې هم لا ژورې شوې دي. روسیې هم د اوکراین د جنګ  پای ته د  رسولو په اړه د ټرمپ پلانونه  نه دي منلي او چین هم له امریکا سره په اقتصادي او سټراټیژیکې سیالۍ کې شاتګ نه دی کړی.

له همدې امله، د ټرمپ د بهرني سیاست ستونزه یوازې د ګواښونو زیاتوالی نه دی؛ اصلي مسئله د دغو ګواښونو تر شا د یوې منسجمې سټراټیژۍ نشتوالی دی. ټرمپ غواړي د دباؤ  له لارې امتیاز ترلاسه کړي، خو پر متحدانو له حده زیات دباؤ  هغوی له امریکا څخه لیرې کولی شي. د سیالانو پرله‌پسې ګواښل هم هغه مهال چې څو څو ځله مطرح شي، خو په عملي اقدام بدل نه شي، سوکه سوکه خپلې مخه نیونکې اغېزې له لاسه ورکوي.

له عمان څخه تر جنوبي کوریا پورې، یو ګډ انځور د رامنځته کېدو په حال کې دی؛ ټرمپ غواړي نړۍ د امریکا له قدرت او باؤؤ  څخه ووېرېږي، خو هغه سیاست چې سټراټیژي د ګواښونو په وسیله بدلوي، ښائي  ابوټه  پایله ولري.

که نړۍ دغې نتیجې  ته ورسېږي چې واشنګټن تر دې چې عمل وکړي، ډېر ګواښونه کوي، نو د دغه وضعیت بیه د امریکا لپاره ښائي حتی د یو لړ  پوځي عملیاتو له ماتې څخه هم لوړه وي. په نړیوال سیاست کې د قدرت  ریښتیني لړزانتیا له هغه ځایه پیلېږي چې نور هېوادونه ،د یوه  قدرت ګواښونه، نور  جدي ونه ګڼي.