د ترکیې  عدالت  د نتانیاهو د نیولو حکم صادر کړ
https://parstoday.ir/ps/news/event-i176912-د_ترکیې_عدالت_د_نتانیاهو_د_نیولو_حکم_صادر_کړ
پارس‌ټوډي ـ د ترکیې د عدلیې وزیر د صهیونیسټي رژیم د لومړي وزیر  بین یامین نتن یاهو د نیولو د حکم د صادرېدو خبر ورکړ.
(last modified 2026-08-22T00:54:57+00:00 )
Aug 22, 2026 05:21 Asia/Kabul
  • د ترکیې  عدالت  د نتانیاهو د نیولو حکم صادر کړ

پارس‌ټوډي ـ د ترکیې د عدلیې وزیر د صهیونیسټي رژیم د لومړي وزیر  بین یامین نتن یاهو د نیولو د حکم د صادرېدو خبر ورکړ.

 پارس‌ټوډي د ایرنا له قوله  راپور ورکړی، د ترکیې د عدلیې وزیر آکین ګورلیک د جمعې په ورځ په ټولنیزچینل  «ایکس» کې اعلان وکړ چې ترکیې د صهیونیسټي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او یوه بل اسرائیلي وګړي لپاره د نړیوال قانون په اساس د  نیولو حکم صادر کړی دی.

د هغه په وینا، دغه اقدام د هغو څېړنو په چوکاټ کې ترسره شوی چې د «صمود» بېړۍ د انسان دوستۍ د  کاروان د نیولو او وروسته په دغه کاروان کې د سپَرو فعالانو د نیول کېدو په اړه روانې دي. دغه کاروان د مئ په میاشت کې د غزې تړانګې پر لور روان و.

د ترکیې د عدلیې وزیر ټینګار وکړ: د «صمود» بېړۍ د  انسان دوستۍکاروان پر هغو فعالانو د برید په تړاو چې په نړیوالو اوبو کې یې غزې ته د بشري مرستو د رسولو لپاره سفر کاوه، قانوني اقدامات په بشپړ جدیت سره روان دي.

Image Caption