د ایران سپیڅلې دفاع، اته کاله مقاومت او تل پاتې میراث
د سپیڅلې دفاع اونۍ د هغو اتو کلونو یادونه کوي چې جنګ د ایران د میلیونونو خلکو ژوند تر اغیز لاندې وروست او د مقاومت، د سرشیندنې او د یوزړه توب په شان مفاهیم یې د ایران د تاریخي حافظې په یوې تل پاتې برخې باندې بدل کړل.
په نني مطلب کښې د سپیڅلې دفاع د اونۍ په مناسبت د ایران او د عراق د جنګ د پیلیدا، د ایران په دفاع کولو کښې د خلکو د شتون او د هغه میراث په هکله خبرې کوو چې له هغو کلونو راهسې د راتلونکو نسلونو لپاره پاتی دی.
د سپیڅلې دفاع اونۍ د ایران د اسلامي جمهوریت د کال هیندارې او کلینډر یو تر ټو مهم مناسبت دی؛ داسې مناسبت چې په ظاهره د کلني کال هیندرې په یوازې اوو ورځو پورې مربوطیږي، خو په حقیقت کښې د ایران د اوسمهاله تاریخ د اته کلن پړاو یادونه کوي؛ داسې پړاو چې د نولس سوه اتیایم میلادي کال له سپتمبر میاشتې راهسې پیل شو او د هغه سیاسي، ټولنیزو، کلتوري او انساني اغیزونو د جنګ له ختمیدا وروسته تر کلونو کلونو پورې دوام وموند.
سپیڅلې دفاع یوازې د جنګ د میدانونو، د پوځي عملیاتو او د جنګ د لومړیو کرښو روایت نه دی، بلکې د جنګ په شرایطو کښې د یوه ملت د ژوند ، د خلکو د مقاومت، د پوځي او د ولسي ځواکونو د شتون، د کورنیو د سرشیندنې، شهادت، جانبازۍ ، بندي کیدا او د یوه هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو لپاره د هڅې یو پراخ روایت دی.
په ایران کښې د سپيڅلې دفاع د اونۍ لمانځل هر کال د سپتمبر د میاشتې له دوه ویشتمې نیټې تر اتویشتمې نیټې پورې ترسره کیږي.
د سپتمبر د میاشتې د اتویشتمې نیټې انتخابیدل په دې دلیل دي چې په دغه ورځ په دیارلس سوه نهه پنځوسم هجري لمریز کال کښې د ایران او د عراق جنګ په ایران باندې د عراق د بعثي ځواکونو په پراخو بریدونو سره مهم پړاو ته ورننوت.
پر دې اساس د دغه اونۍ نومول د جنګ له پلیدا سره نیغ په نیغه ارتباط لري او د هغه هدف د ایران د خلکو د مقاومت یادونه او د هغو کسانو درنښت کول دي چې د جنګ په وخت کلونه کلونه د ایران په دفاع کولو بوخت وو.
د ایران او د عراق جنګ په مینځني ختیځ کښې د شلمې میلادي پیړۍ یو تر ټولو اوږد متعارف جنګ و.
دغه جنګ په دیارلس سوه نهه پنځوسم هجري لمریز کال کښې پیل شو او له کابو اتو کلونو وروسته د ملګروملتونو د امنیت شورا د پینځه سوه اته نویم پریکړه لیک په اجرا او په دیارلس سوه اوه شپیتم هجري لمریز کال کښې په اوربند سره پاې ته ورسید.
ملګري ملتونه د خپلو پوځي څارونکو ډلې ته په اړونده راپور کښې وايي چې له کابو اتو کلونو وروسته ایران او عراق په نولس سوه اته نویم میلادي کال کښې د اور بند او د نیغ په نیغه خبرو اترو د پیلولو په هکله موافقه وکړه.
دغه اوربند د نولس سوه اته اتیایم میلادي کال د اګست د میاشتې په شلمه نیټه اجرا شو.
د ایران اسلامي انقلاب په دیارلس وه اوه پنځوسم هجري لمریز کال کښې بریالی شوی و او ایران د خپل اوسمهاله تاریخ له یوه تر ټولو مهم سیاسي بدلون څخه د تیریدا په حال کښې و.
په دغو شرایطو کښې د ایران سیاسي، اقتصادي او پوځي جوړښتونه د بیارغونې په حال کښې وو او ایران له یوشمیر کورنیو او بهرنیو کړکیچونو سره مخامخ و.
په دغو حالاتو کښې د عراق بعثي ولسمشر صدام د ایران پرضد پراخه حمله پیل کړه.
دغه برید لومړې په هوايي عملیاتو او وروسته د ایران په بیلابیلو سرحدي سیمو کښې د ځمکنیو ځواکونو له پرمختګ سره یوځاې شو.
څرنګه چې د جنګ اصلي برخه د ایران په داخل کښې د عراق حملې ته په غبرګون کښې وه او د ایران د مبارزانو مجاهدت د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو لپاره ترسره شو، د ایران د اسلامي جمهوریت په رسمي ادبیاتو کښې دغه پړاو ته «سپیڅلې دفاع» ویل کیږي.
د دغه نوم د ورکولو مفهوم دا دی چې جنګ د ایران له رسمي نظره یوازې یوه پوځي نښته نه وه، بلکې د ټاټوبي، د خپلواکۍ، د خلکو او د هیواد د نوي جوړ شوي سیاسي نظام دفاع کول ګڼل کیدل.
د ایران د اسلامي انقلاب شهید مشر حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د دغه دفاع په بیانولو سره فرمائیل:«د جنګ د اصل د قضیې په هکله: اولا دغه جنګ یو دفاعي جنګ و.دفاعي جنګ له یرغلیز جنګ سره په معنا او مضمون کښې دوه ستر فرقونه لري؛ یو فرق دا دی چې یرغلیز جنګ، د تیري غوښتنې د خوې ښودنه کوي؛ خو دفاعي جنګ بیا دا ډول نه دی. دوهمه دا چې دفاعي او تدافعي جنګ، د غیرت او د تعصب د رامینځته کیدا ځای او له هغو ایډیانو سره د انسانو ژوره وفادارۍ ده چې هغوې ته پاې بنده دي؛اوس دغه ایډیالونه وطن دی یا له هغه لا لوړ؛ یعني دین ، عقیده او اسلام. په یرغلیز جنګ کښې دغه شیان نشته.فرض کړه امریکا په عراق باندې حمله کوي، د امریکا عسکر دغه ادعا نشي کولای چې دا کار له خپل هیواد سره د مینې لپاره کوي؛ عراق د هغه له وطن سره څه اړه لري؟! د نورو هدفونو په خدمت کښې دی.
خو عراق په داخل کښې د دغه برید، او د دغه پوځي یرغل او د پوځي شتون په مقابل کښې مقاومت وکړ، د دغه مقاومت معنا، د وطن دفاع کول، د ملي هویت دفاع کول او د هغو ارزښتونو دفاع کول دي چې دوې ورته پاې بنده دي.دفاعي جنګ او یرغلیز جنګ دا دوه تفاوتونه لري. زمونږ جنګ دفاعي جنګ و.»
پر دې اساس د سپيڅلې دفاع اونۍ د ایران د اوس مهاله تاریخ د یوه مهم پړاو د پیلیدا؛ د اته کلن مقاومت، او د خپل هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او د ټاټوبي د دفاع لپاره د ایران د میلیونونو خلکو د هڅې یادونه ده.البته د دغه اونۍ لمانځل یوازې په پوځي ځواکونو پورې نه محدودیږي؛ ځکه چې د جنګ تجربې د ټولنې پراخه برخه تر اغیز لاندې وروستله؛ له سربازانو، د پوځ او د سپاه پاسداران له ځواکونو او بسیجیانو رانیولې تر مرستندویو، ډاکټرانو، نرسانو، کارګرانو، کروندګرو، د شهیدانو او د خلکو کورنیو چې له جنګ او حملو سره په ښکیلو ښارونو او سیمو کښې یې ژوند کاوه په دوې کښې هرې یوې ډلې د ایران د ټولنې ډله ئیزې تجربې او د کلونو کلونو روایت ته بڼه ورکړه.
د سپیڅلې دفاع د کلونو یوه تر ټولو مهمه ځانګړنه، د ایران د ټولنې د بیلابیلو پرګنو پراخ شتون او ګډون و.
په ایران باندې د عراق د حملې په لومړیو ورځو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ د عراق د بعث رژیم د پوځ د پراخ یرغل په مقابل کښې مقاومت وکړ او له دې سره په یووخت د ایران د سپاه پاسداران ځواک ځواکونو او ولسي ډلو هم سوکه سوکه د جنګ په دفاعي کرښو کښې پراخ شتون پیدا کړ.
د ایران «خرمشهر» ښار د دغه مقاومت یوه تر ټولو مهمه صحنه او ډګر و؛ داسې ښار چې د ایران پوځیان او ولسي ځواکونه د یوه بل په څنګ کښې د خرمشهر د دفاع لپاره وجنګیدل او د دوې مقاومت وروسته د سپیڅلې دفاع په یوې بیلګې باندې بدل شو.
سره له دې د جنګ لمن له خرمشهر سیمې څخه ډیر پراخ و.
د ایران په خوزستان، ایلام او کرمانشاه ولایتونو کښې سرحدي کلي او ښارونه او د د ایران د کردستان ځینې سیمې هم له جنګ سره مخامخ شوې؛ داسې سیمې چې ځلونه ورباندې حملې وشوې او ډیر وسیدونکي د خپلو کورونو او د ژوند ځایونو پریښودلو ته مجبوره شول.
په عین حال کښې د جبهې شاته هم د مقاومت یوه بله برخه رامینځته شوې وه.
د بیلابیلو حرفو او ډلو خلکو هر یوه د خپل توان په اندازه د جنګ د جبهو د ملاتړ لپاره مشارکت او ګډون کاوه؛ ډاکټرانو او نرسانو د ژوبلو کسانو درملنه کوله.
مرستندویو په جنګي سیمو کښې فعالیتونه کول، کارګرانو او فني ځواکونو د تجهیزاتو په تامینولو او مرمتولو کښې رول درلود او کورنیو او ولسي ډلو هم د خوراکي موادو، جامو او د مبارزانو د نورو ضروري شیانو په برابرولو او استولو سره د مبارزانو ملاتړ کاوه.
په دې ډول، جنګ د ایران د ټولنې لپاره د جنګ په لومړیو کرښو کښې یوازې یوه پیښه نه وه؛بلکې هغه پراخه تجربه وه چې د ټولنې بیلابیلې برخې یې هره یوه نه یو ډول ښکیله کړه.
د ایران او عراق جنګ په اتو کلونو کښې بیلابیل پړاونه کچ کړل.
د جنګ په لومړیو میاشتو کښې عراق وتوانید د ایران ځینې سرحدي سیمې ونیسي، خو د وخت په تیریدا او د ایران د ځواکونو په منظمیدا سره د جنګ بهیر بدل شو.
د «ثامن الائمه»، د «طریق القدس»، د «فتح المبین» او د «بیت المقدس» په شان د ایران بیلابیل پوځي عملیات د دغه پړاو مهم ټکي وو.
د دیارلس سوه یوشپتیتم هجري لمریز کال د غبرګولي د میاشتې په دریمه نیټه د ایران د خرمشهر ښار ازادیدل د دغه جنګ په یوه تر ټولو مهم ټکي او له جنګ څخه په وروسته پیښو او حوادثو باندې د ایران په کنټرول لرلو بدل شول.
له هغه وروسته په بیلابیلو جبهو کښې د ایران لخوا پراخ پوځي عملیات وشول او د عراق لخوا د ایران نیول شوې سیمې د ایران د مبارزانو په زړورتیا سره یوبل پسې ازادې کړې شوې.
په ورپسې کلونو کښې د والفجر، د خیبر، د بدر، د کربلا ۴، د کربلا ۵ په شان پوځي عملیاتو او یوشمیر نورو عملیاتو د ایران او د عراق د جنګ د پوځي تاریخ یوه بله برخه رامینځته کړه.