پاکستان او افغانستان په تېره اونۍ کې
https://parstoday.ir/ps/news/event-i178904-پاکستان_او_افغانستان_په_تېره_اونۍ_کې
په دې مطلب کې به ولولئ، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د انرژۍ، برېښنا، کرنې او سوداګرۍ په برخو کې د همکاریو د پراختیا هڅې روانې دي.
(last modified 2026-09-27T07:28:09+00:00 )
Sep 27, 2026 11:53 Asia/Kabul
  • پاکستان او افغانستان په تېره اونۍ کې

په دې مطلب کې به ولولئ، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د انرژۍ، برېښنا، کرنې او سوداګرۍ په برخو کې د همکاریو د پراختیا هڅې روانې دي.

ایران هم چمتووالی ښودلی چې افغانستان ته تر ۲ زره مېګاواټه پورې برېښنا برابره کړي.

بل لور ته، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د هوايي بریدونو، ترهګرۍ او سرحدي ستونزو له امله ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي.

روسیې له دواړو لورو د خبرو له لارې د اختلافاتو د حل غوښتنه کړې ده.

دغه راز ایران د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو او سیمه‌ییز امنیت په اړه له دواړو لورو سره ډیپلوماټیکې سلا مشورې کوي، څو د ترینګلتیاوو د کمولو لپاره سیاسي لارې وموندل شي.

******

د طالبانو د حکومت د دولتي شرکتونو رئیس،احمدجان بلال،  په ایران کې د خپلو لیدنو په دوام، د ایران د اسلامي جمهوریت د انرژۍ له وزیر «عباس علي‌آبادي» سره وکتل او د انرژۍ په برخه کې یې د دواړو هېوادونو د همکاریو په اړه خبرې وکړې.

 

په دې لیدنه کې، چې په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر «علیرضا بیګدلي» او په تهران کې د طالبانو سفیر «فضل محمد حقاني» هم حاضر وو، د برېښنا او انرژۍ په برخه کې همکاري، د څښاک اوبو برابرول او د فاضله اوبو د تصفیې د تاسیساتو جوړول، د نورو موضوعاتو ترڅنګ، وڅېړل شول.

علي‌آبادي په دې لیدنه کې وویل: ایران له افغانستان سره د برېښنا په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی او کولای شي د افغانستان د تخنیکي کارکوونکو د روزنې او د تخنیکي او انجینري خدمتونو په برخه کې د هغوی د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو زمینه برابره کړي.

د ایران د انرژۍ وزیر همداراز اعلان وکړ: تهران د افغانستان د برېښنا اړتیاوو د پوره کولو لپاره چمتو دی چې دغه هېواد ته تر ۲ زره مېګاواټه پورې برېښنا برابره کړي.

د طالبانو د حکومت د دولتي شرکتونو رئیس هم د انرژۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو د همکاریو پر پراختیا، د تخنیکي ظرفیتونو پر پیاوړتیا او د ګډو پروژو پر پلي کولو ټینګار وکړ.

*****

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، «عطاءالله عمري»، په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر «علیرضا بیګدلي» سره په لیدنه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

د طالبانو د حکومت د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، دواړو لورو ایران ته د افغانستان د تخنیکي پلاوي د سفر، د کرنې او مالدارۍ د همکاریو د پراختیا او ایران ته د افغانستان د غوښې او پنبې د صادراتو په اړه هم خبرې او د نظر تبادله وکړه.

عطاءالله عمري وویل: دغه پلاوی، چې مشري به یې د طالبانو د حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال کوي او د خصوصي سکتور استازي به هم پکې وي، ډېر ژر ایران ته سفر کوي، څو د دغه هېواد له تخنیکي چارواکو او خصوصي سکتور سره د ګډو همکاریو په اړه خبرې وکړي.

 

بیګدلي هم د افغانستان د کرنې او مالدارۍ ظرفیتونه د همکارۍ او پانګونې لپاره مناسب وبلل او اعلان یې وکړ: د ایران د جهاد کرنې وزارت او خصوصي سکتور په افغانستان کې د کرنې، مالدارۍ او د نساجۍ د فابریکو د جوړولو په برخو کې همکارۍ ته چمتو دي.

*****

په همدې حال کې په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال،«سیدحسن مرتضوي»،  کندهار ته د سفر پر مهال د دې ولایت له والي «محمدعلي حنفي» سره وکتل او خبرې یې وکړې.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د ایران او افغانستان د اړیکو، د اقتصادي همکاریو د پراختیا، د سوداګرۍ د اسانتیا او د دواړو هېوادونو د پانګه‌والو د فعالیتونو په اړه د نظر تبادله وکړه.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي تحولات او ترینګلتیاوې، او د دغو ترینګلتیاوو د کمولو لپاره د ایران د احتمالي رول موضوع هم د دې لیدنې له نورو مطرح شویو موضوعاتو څخه وه.

تر دې وړاندې هم د طالبانو د حکومت ویاند «ذبیح‌الله مجاهد» په کندهار کې د ایران د سفارت له مرستیال سره د خپلې لیدنې خبر ورکړی و.

*****

د طالبانو د حکومت ویاند «ذبیح‌الله مجاهد» د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په اړه ویلي،  اسلام‌اباد په دغو بریدونو سره هڅه کوي، له یوې خوا د دې هېواد له سیاسي او اقتصادي کورنیو ستونزو څخه د عامه افکارو پام واړوي او له بلې خوا د سعودي عربستان او ترکیې له لوري د «مکې تړون» په نوم له ګډ پوځي تړون څخه د خپلو مسؤلیتونو له منلو ډډه وکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند زیاته کړه: پاکستان د ګاونډي اسلامي هېواد د خاورې په نقضولو سره غواړي د خلکو پام له خپلو ناکامیو څخه واړوي.

مجاهد وویل: د پاکستان اقتصادي ستونزې په شدیده توګه زیاتې شوې دي او اسلام‌اباد له افغانستان سره په شخړه کې په ښکېلېدو سره غواړي د عامه افکارو پام له دغو ستونزو څخه واړوي. نوموړي د پاکستان پوځي مشران هم تورن کړل چې د «ناسم دریځ» په غوره کولو سره د دغه هېواد خلک له خطر سره مخ کوي.

په ورته وخت کې مجاهد خبرداری ورکړ: طالبان به د «پاکستان د پوځي رژیم زورواکۍ ته مناسب ځواب» ورکړي.

دغه څرګندونې پر افغانستان د پاکستان له هغو هوايي بریدونو وروسته وشوې چې د افغانستان ۱۰ سیمې یې په نښه کړې وې.

********

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په اسلام‌اباد کې د امریکا د سفارت د بیان په غبرګون کې په پاکستان کې د کشف شوې ۴۶۳ کیلوګرامه مت‌آمفتامین محمولې د افغانستان د منشأ ادعا بې‌اساسه او له سیاسي انګېزې ډکه وبلله.

د امریکا سفارت ویلي وو چې د دغه هېواد د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې او د پاکستان د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو ۴۶۳ کیلوګرامه مت‌آمفتامین، چې منشأ یې افغانستان بلل شوې او شاوخوا ۲۱ میلیونه ډالر ارزښت لري، کشف او ضبط کړي دي. ویل شوي وو چې د دغې محمولې منزل سریلانکا و او د دې عملیاتو په ترڅ کې څو کسان هم نیول شوي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند «عبدالقهار بلخي» د دې ادعا په غبرګون کې وویل: په پاکستان کې د کشف شویو صنعتي نشه‌يي توکو، چې منزل یې سریلانکا و، د افغانستان له منشأ سره تړل، په اسلام‌اباد کې د امریکا د سفارت له لوري یوه بې‌اساسه او له سیاسي انګېزې ډکه ادعا ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه: د افغانستان واکمن هیئت د هر ډول نشه‌يي توکو تولید، قاچاق او استعمال په بشپړه توګه منع کړی دی؛ په مقابل کې، په افغانستان کې له دې بندیز وروسته، د ډېورنډ کرښې هغې غاړې، یعنې په پاکستان کې، د نشه‌يي توکو کرکیله، تولید او قاچاق په شدیده توګه زیات شوی دی.

بلخي زیاته کړه: افغانستان د نشه‌يي توکو د منع کولو ترڅنګ، د صنعتي نشه‌يي توکو د تولید ظرفیت هم نه لري او د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې لارې هم نږدې یو کال کېږي چې د هر ډول تګ راتګ پر مخ په بشپړه توګه تړل شوې دي. له همدې امله له اسلام‌اباد څخه د امریکا له سفارت څخه غواړو چې د نورو د تبلیغاتي وسیلې پر ځای، په پاکستان کې د کشف شوې دغې محمولې منشأ په همدې هېواد کې ولټوي.

******

په کابل کې د روسیې سفارت د افغانستان په ختیځ کې د پاکستان د هوايي بریدونو په اړه د راپورونو په غبرګون کې له کابل او اسلام‌اباد څخه وغوښتل چې له مخامخ کېدو ډډه وکړي او خپل اختلافات د خبرو او ډیپلوماټیکو لارو حل کړي.

دغه سفارت په یوه بیان کې ویلي: د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه له راپورونو څخه «ژوره اندېښنه» لري، د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د روغتیا هیله کړې ده.

روسیې په دې بیان کې په مشخص ډول د پاکستان د هوايي بریدونو نوم وانخیست، خو له «ټولو لورو» یې وغوښتل چې له مخامخ کېدو ډډه وکړي او خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.

په پاکستان کې د روسیې سفیر «البرت خورف» څه موده مخکې په اسلام‌اباد کې په یوه خبري غونډه کې ویلي وو چې مسکو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو له زیاتېدو اندېښمن دی او هیله لري چې دواړه لوري وکولای شي خپل اختلافات د خبرو له لارې مدیریت کړي.

*****

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر «مسعود پزشکیان» او د پاکستان لومړي وزیر «شهباز شریف» د ملګرو ملتونو د سازمان د ۸۱مې عمومي اسامبلې په څنډه کې سره ولیدل او د دوه‌اړخیزو اړیکو د وروستیو تحولاتو، د پخوانیو هوکړو د پلي کېدو بهیر او مهمو سیمه‌ییزو تحولاتو په اړه یې خبرې وکړې.

دواړو لورو په دې لیدنه کې د تهران او اسلام‌اباد د اړیکو د بهیر له ارزونې او د دواړو هېوادونو د چارواکو د متقابلو سفرونو پر مهال د ترسره شویو همکاریزو سندونو او تفاهمونو له څېړنې وروسته، د دغو هوکړو د دوامدار تعقیب او اغېزمن پلي کېدو پر اړتیا ټینګار وکړ.

 

د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر، د دواړو ملتونو ترمنځ ژورې مخینې او تاریخي، فرهنګي او اعتقادي اړیکو ته په پام سره، د ایران او پاکستان اړیکې تلپاتې او پر پراخو ګډو ټکو ولاړې وبللې او د دوه‌اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو د ژورولو او پراخولو لپاره یې د ایران پر جدي هوډ ټینګار وکړ.

په دوام کې د سیمې تحولات او پر سولې او امنیت یې اغېزې وڅېړل شوې؛ دواړو لورو د هرمز تنګي د وضعیت، د عربي ټاپووزمې د تحولاتو او د سیمه‌ییز امنیت اړوند نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

***** 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «محمد اسحاق ډار ویلي، په سیمه کې سوله او پرمختګ یوازې هغه مهال شوني دي چې له افغانستان څخه راپورته کېدونکي ترهګریز ګواښونه له منځه یووړل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په نیویارک کې د اقتصادي همکاریو سازمان (اکو) د وزیرانو د شورا د ۲۷مې غیررسمي غونډې مشري کوله. دغه غونډه د ملګرو ملتونو د سازمان د ۸۱مې عمومي اسامبلې په څنډه کې ترسره شوه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې زیاته کړه: پاکستان تل د یوه سوله‌ییز، سوکاله او باثباته افغانستان غوښتونکی پاتې شوی چې په بشپړه توګه په سیمه کې مدغم وي او له خپلو ګاونډیانو سره په سوله کې ژوند وکړي.

اسحاق‌دار وویل: اسلام‌اباد د همدې هدف لپاره د کابل له حکومت سره رغنده تعامل تعقیب کړی او افغانستان ته یې دوه‌اړخیزې سوداګریزې او ټرانزیټي اسانتیاوې ورکړې دي؛ له هغې ډلې پاکستان د ازبکستان–افغانستان–پاکستان د اوسپنې پټلۍ د پروژې د امکان‌سنجۍ د مطالعې د چوکاټ هوکړه‌لیک لاسلیک کول خپل لومړیتوب ګرځولي دي.

*******

د پاکستان د طالبانو تحریک ترهګرې ډلې په «ډېره اسماعیل خان» ښار کې د پولیسو پر ځواکونو د ځانمرګي برید مسؤلیت ومانه؛ په دغه برید کې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

 

د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پولیسو سرچینو اعلان وکړ چې د پولیسو د ځواکونو د یوه پوستې او تالاشۍ ځای ته څېرمه په ترهګریز چاودنه کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي دي.

په ډېره اسماعیل خان ښار کې پولیسو اعلان وکړ چې د ترهګریز برید هدف د پولیسو ځواکونه وو او په دې برید کې لږ تر لږه ۳۰ نور کسان هم ټپیان شوي دي.

پولیسو زیاته کړه چې د ترهګریزې چاودنې په قربانیانو کې ملکي وګړي هم شامل دي او د ډېره اسماعیل خان په سیمه کې د پولیسو ځینې سرتېري او د ګمرک کارکوونکي هم په دې چاودنه کې ټپیان شوي دي.

******

پاکستاني چارواکي وایي، د افغانستان له خاورې اته بې‌پیلوټه الوتکې د «تورخم» او «کوهاټ» په سرحدي سیمو کې د پاکستان هوايي حریم ته ننوتې وې او ټولې دغه ډرونونه د دفاعي سیستمونو له لوري رانسکورې شوې دي.

اسلام‌اباد اعلان وکړ چې د دې اقدام په غبرګون کې یې د افغانستان په خاوره کې ځینې موخې د هوايي او بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې په نښه کړې دي.

د طالبانو د حکومت ویاند د افغانستان له خاورې څخه د ډرونونو د توغولو په اړه د پاکستان ادعا رد کړه او د کندهار، پکتیا او خوست پر ولایتونو د پاکستان هوايي بریدونه یې د افغانستان پر خاوره تېری وباله.

******

د پاکستان تحریک انصاف ګوند اسلام‌اباد ته خپل اعتراضي لاریون، چې ټاکل شوې وه د سپټمبر له ۲۷مې پیل شي، یوه اوونۍ وځنډاوه او اوس ټاکل شوې چې دغه لاریون د اکتوبر په ۴مه له پېښور څخه پیل شي.

د دغو اعتراضونو د پلان په تعقیب، د پاکستان د پلازمېنې اسلام‌اباد پولیسو د پنجاب او سند ایالتونو څخه د رابلل شویو پولیسو د ځای پر ځای کولو، استوګنې او خوراکي لګښتونو لپاره د کانتینرونو د کرایې په ګډون شاوخوا ۸۲۰ میلیونه روپۍ غوښتې وې؛ خو د لاریون د یوې اوونۍ ځنډ له امله به دغه لګښتونه زیات شي او اټکل شوی چې وروستی لګښت به له یو میلیارد روپیو واوړي.

د پاکستان حکومت د اعتراضونو د احتمالي لارو د تړلو لپاره هم ۱۵۵۰ کانتینرونه په واک کې اخیستي دي چې د هغوی ورځنۍ کرایه شاوخوا ۴۷ میلیونه روپۍ او د دوو اوونیو کرایه یې شاوخوا ۶۵۱ میلیونه روپۍ کېږي.