یو امریکائي شنونکی وائي؛ امریکا  ایران نشي   تسلیمولی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i178954-یو_امریکائي_شنونکی_وائي_امریکا_ایران_نشي_تسلیمولی
د امریکا  دس یاسی  چارو یو کارپوه،څيړاند او شناندی راس هریسن په یولړ  څرګندونو کې وویل: پوځي بریدونه او بمبارئ  به ایران دې ته اړ نه کړي چې د امریکا شرطونه ومني.
(last modified 2026-09-28T08:04:08+00:00 )
Sep 28, 2026 12:23 Asia/Kabul
  •  یو امریکائي شنونکی وائي؛ امریکا  ایران نشي   تسلیمولی

د امریکا  دس یاسی  چارو یو کارپوه،څيړاند او شناندی راس هریسن په یولړ  څرګندونو کې وویل: پوځي بریدونه او بمبارئ  به ایران دې ته اړ نه کړي چې د امریکا شرطونه ومني.

د تسنیم خبري اژانس د  راپور له مخې، د منځني ختیځ د مطالعاتو د انسټیټیوټ لوړپوړي څېړونکي  او تکړه امریکائي شناندي راس هریسن  ویلي دي : هېڅ ډول پوځي اقدام، په تیره بیا  هوايي عملیات او د عامو تاسیساتو ویجاړیدا، به د ایران د حکومت د تسلیمېدو او د امریکا د شرطونو د منلو لامل نه شي.

هغه وویل، امریکا به په پوځي بریدونو باندې  په تکیه کولو سره خپلو سیاسي موخو ته ونه رسېږي او  داسې ښکاري چې  د ټرمپ حکومت د خپلو تیروتو   فیصلو له امله د امریکا د خلکو په وړاندې لا کریکجن  او  سپَک شوي دي.

 هغه په زغرده  روښانه کړې ده ،ایران به د پوځي بریدونو په  دباؤ او په اقتصادي کلابندیو سره  د خپل ایټمي پروګرام  د تړلو یا د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په اړه له خپلو دریځونو شاتګ ونه کړي، باید له ایران سره تعامل وشي او د ایران  غوښتو ته تر یوه حده غوږ واچول شي.