ایران په تېره اونۍ کې
https://parstoday.ir/ps/news/event-i179710-ایران_په_تېره_اونۍ_کې
د «ایران په تېره اونۍ کې » د دې اوونۍ په مطلب کې به د ایران د امنیتي ځواکونو د رول، د کسپین سمندرګي د چاپېریال ساتنې، له ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا او د ایران د چارواکو د مهمو سیمه‌ییزو او نړیوالو دریځونو په اړه مهم خبرونه او تازه بدلونونه درته وړاندې کوو.
(last modified 2026-10-10T08:06:05+00:00 )
Oct 10, 2026 12:34 Asia/Kabul
  • ایران په تېره اونۍ کې

د «ایران په تېره اونۍ کې » د دې اوونۍ په مطلب کې به د ایران د امنیتي ځواکونو د رول، د کسپین سمندرګي د چاپېریال ساتنې، له ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا او د ایران د چارواکو د مهمو سیمه‌ییزو او نړیوالو دریځونو په اړه مهم خبرونه او تازه بدلونونه درته وړاندې کوو.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د پولیسو د اوونۍ په مناسبت په خپل پیغام کې وویل، چې په وروستیو کلونو کې د امنیت د تأمین لپاره په بېلابېلو کچو کې د ایران د پولیسو د قوماندانۍ او ځواکونو (فراجا) مهم رول لا ډېر څرګند شوی دی.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر، حضرت آیت‌الله سیدمجتبی خامنه‌یي، د پولیسو د اوونۍ په مناسبت په یوه پیغام کې د هېواد د امنیت په تأمین او په دویمه او درېیمه تحمیلي جګړه کې د دښمن د بریدونو پر وړاندې د درېدو په برخه کې د دغو ځواکونو پر رول ټینګار وکړ.

نوموړي د فراجا د کارکوونکو د هڅو او سرښندنو ستاینه وکړه او د دې بنسټ هر اړخیز پیاوړتیا، د ټکنالوژیو لوړول او له مصنوعي ځیرکتیا څخه هدفمنده ګټه اخیستنه یې د دغه بنسټ د دندو د ښه ترسره کولو لپاره اړین وبلل.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر څرګنده کړه، چې امنیت په ټولنه کې ټولنیز او اخلاقي اړخونه او عامه هوساینه برابروي. د نوموړي په وینا، دا ارزښتناک خدمت د الله تعالی په لار کې د جهاد تر څنګ، د ټولنیز ملاتړ له پیاوړي بنسټ څخه هم برخمن دی.

هغه زیاته کړه، چې په وروستیو کلونو کې د امنیت په تأمین کې د فراجا رول، د قوماندانۍ او مرکزي ادارو له کچو نیولې، تر پولیسو حوزو او امنیتي پوستو پورې، لا ډېر څرګند شوی او د دغه رول اغېزې په دویمه او درېیمه تحمیلي جګړه کې لا روښانه شوې دي.

حضرت آیت‌الله سیدمجتبی خامنه‌یي ټینګار وکړ، چې د جنایتکار امریکایي ـ صهیونیستي دښمن له خوا د فراجا د بېلابېلو کچو، له لوړو پوړونو نیولې تر ټیټو کچو پورې، د زیانمنولو لپاره پرله‌پسې هڅو د دې بنسټ اهمیت تر بل هر وخت ډېر څرګند کړ. خو د نوموړي په وینا، د دښمن دغو ناکامو هڅو او د ټولنې د نظم او امنیت پر بنسټونو دغو ناوړه بریدونو، چې په تاریخ کې یې ساری نه لیدل کېږي، د فراجا زړورو ځواکونو ته دا زمینه برابره نه کړه چې له خپلو دندو څخه حتی یوه ذره هم شاته شي. هغوی ان په سړکونو او موټرو کې هم خپلې هماغه دندې ترسره کړې، چې پخوا یې په خپلو ځایونو او مرکزونو کې ترسره کولې.

*****

د ایران اسلامي جمهوریت، جمهور رئیس مسعود پزشکیان د ترکمنستان په ترکمن‌باشي ښار کې د کسپین سمندرګي د هېوادونو د مشرانو په فوق‌العاده غونډه کې ټینګار وکړ، چې په اوسنۍ نړۍ کې، چې له ګڼو بحرانونو، جیوپولیټیکو سیالیو، جګړو، یو اړخیزو بندیزونو او د څو اړخیزم د کمزوري کېدو سره مخ ده، د چاپېریال ساتنې په برخه کې همکاري د سیمې د هېوادونو ترمنځ د باور جوړولو او همپالنې له مهمو لارو څخه کېدای شي.

پزشکیان څرګنده کړه، چې چاپېریال باید د سیاسي اختلافونو، اقتصادي سیالیو یا له سیمې بهر د لاسوهنو قرباني نه شي. هغه وویل، د کسپین سمندرګي ساحلي هېوادونه باید د خپلو علمي، تخنیکي، مالي او بشري ظرفیتونو په کارولو سره، د سیمه‌ییزې همکارۍ په چوکاټ کې او د یو بل ملي حاکمیت او مشروع ګټو ته په بشپړ درناوي، د کسپین سمندرګي د راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر مسعود پزشکیان او د ترکمنستان د کوربه ولسمشر سردار بردي‌محمدوف ترڅنګ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف او د اذربایجان جمهوریت ولسمشر الهام علی‌اف هم په دې غونډه کې ګډون درلود.

د ایران اسلامي جمهور رئیس د غونډې له پای ته رسېدو وروسته تهران ته راستون شو.

******

د ایران، روسیې او اذربایجان ولسمشرانو په یوه درې‌اړخیزه غونډه کې د مهمو ګډو مسئلو او موضوعاتو تر ارزونې وروسته، د درې‌اړخیزو همکاریو پر پراختیا، له ګډو ظرفیتونو څخه پر ګټې اخیستنې او د سیمه‌ییزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د ایران اسلامي جمهور رئیس مسعود پزشکیان، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اذربایجان جمهوریت ولسمشر الهام علی‌اف، د ترکمنستان په ترکمن‌باشي ښار کې د خپلواکو ګډو دولتونو د مشرانو او د کسپین سمندرګي د چاپېریال ساتنې د غونډو په څنډه کې سره وکتل.

په دې درې‌اړخیزه غونډه کې درې واړو لورو د مهمو ګډو مسئلو او موضوعاتو تر ارزونې وروسته، د هغو لارو چارو په اړه نظرونه تبادله کړل، چې د اړوندو برخو په چوکاټ کې د اړیکو د پیاوړتیا او د درې‌اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره ګټورې دي.

د ایران، روسیې او اذربایجان ولسمشرانو د اړیکو د پراختیا لپاره شته پراخو ظرفیتونو ته په اشارې سره، د اقتصادي، سوداګریزو او سیمه‌ییزو همکاریو د کچې د لوړولو لپاره د ګډو وړتیاوو او فرصتونو پر کارولو ټینګار وکړ.

****

د ایران اسلامي جمهوریت، جمهور رئیس مسعود پزشکیان، په ترکمنستان کې د خپلواکو ګډو دولتونو د مشرانو او د کسپین سمندرګي د چاپېریال ساتنې د غونډو په څنډه کې، د شانګهای د همکارۍ سازمان له عمومي منشي نورلان یرمک‌بایف سره په کتنه کې، د څو اړخیزو اړیکو او تعاملاتو د پراختیا لاسته راوړنو ته په اشارې وویل، هر څومره چې دا تعاملات او لیدنې زیاتې او پیاوړې شي، هغومره کولای شو لا ډېرې څو اړخیزې تګلارې او ستراتیژۍ عملي کړو.

د ایران ولسمشر په دې کتنه کې د شانګهای د همکارۍ سازمان او د بریکس ډلې د غړو هېوادونو ترمنځ د یووالي او همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، چې د دغو غونډو د جوړېدو موخه په مالي، اقتصادي، سوداګریزو، امنیتي او سیاسي برخو کې ګډو اجرایي چوکاټونو ته رسېدل دي.

******

د ایران اسلامي جمهوریت، جمهور رئیس مسعود پزشکیان او د ترکمنستان ولسمشر سردار بردي‌محمدوف، د خپلواکو ګډو دولتونو د مشرانو او د کسپین سمندرګي د چاپېریال ساتنې د غونډو په څنډه کې سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه‌اړخیزو اړیکو وروستی وضعیت وڅېړه او د تهران او عشق‌آباد ترمنځ یې په بېلابېلو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا پر لارو چارو نظرونه تبادله کړل.

د ایران او ترکمنستان ولسمشرانو د همکاریو د کچې لوړولو لپاره شته پراخو ظرفیتونو ته په اشارې سره، د هوکړه شویو طرحو د پلي کېدو پر تعقیب او چټکتیا او د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره له متقابلو فرصتونو څخه پر ګټې اخیستنې ټینګار وکړ.

په دې کتنه کې سیمه‌ییزې همکارۍ او د کسپین سمندرګي اړوندې مسئلې هم وڅېړل شوې.

******

د ایران اسلامي جمهوریت، جمهور رئیس مسعود پزشکیان، د ارمنستان له لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره په کتنه کې، د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پراختیا، د متقابل باور پر پیاوړتیا او په ټولو برخو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

پزشکیان په دې کتنه کې، چې په ترکمنستان کې د خپلواکو ګډو دولتونو د مشرانو او د کسپین سمندرګي د چاپېریال ساتنې د غونډو په څنډه کې ترسره شوه، د ایران او ارمنستان ترمنځ د همکاریو پراخو ظرفیتونو ته په اشارې وویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ ډېرې زمینې شته او هیله لرو، چې دوه‌اړخیزې اړیکې په ټولو برخو کې تر دې هم زیاتې پراخې شي.

د ایران ولسمشر د دواړو هېوادونو ګاونډیتوب او د ګډو اړیکو د پیاوړتیا اړتیا ته په اشارې سره څرګنده کړه، چې ایران او ارمنستان د دوو ګاونډیو هېوادونو په توګه باید وکولای شي په بېلابېلو برخو کې له یو بل سره تعامل او همکاري وکړي.

د ایران ولسمشر په پای کې د دوه‌اړخیزو اړیکو پر دوامدارۍ او ثبات ټینګار وکړ او په بېلابېلو برخو کې یې له ارمنستان سره د همکاریو د پراختیا لپاره د ایران اسلامي جمهوریت چمتووالی اعلان کړ.

******

د ایران د اسلامي شورا د مجلس رئیس محمدباقر قالیباف، د ایران د تمدن په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وروستیو بې‌اساسه څرګندونو ته په غبرګون کې، ولیکل: موږ ایرانیانو د تاریخ په اوږدو کې له هغو کسانو سره مخامخ شوي یو، چې ځانونه یې د نړۍ باداران بلل او هڅه یې کوله لرغوني تمدنونه د تاریخ له پاڼو څخه محوه کړي.

قالیباف زیاته کړه: هغوی له اور او لمبو سره راغلل، خو په دوړو او ذلت کې ولاړل. هغه کسان چې د سکندر د میراث په لټه کې دي، د والرین له برخلیک سره به مخ شي؛ تاسو به پر ګونډو شئ.

*****

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي، له ایران سره د جګړې پر مهال د امریکا د پوځي الوتکو د اوښتو زیانونو په اړه د امریکا د کانګرس د څېړنیزو خدمتونو د نوې راپور په تړاو، د هغو معلوماتو د پټولو په اړه غبرګون وښود، چې د نوموړي په وینا، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) له خوا پټ ساتل کېږي.

عراقچي ولیکل: د مې په میاشت کې د امریکا د کانګرس څېړنیزو خدمتونو ومنله، چې د ایران وسله‌والو ځواکونو د امریکا ۴۲ پوځي الوتکې له فعالیت څخه ایستلې دي، خو اوس دا شمېر ۸۱ ته رسېدلی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې اصلي شمېر تر دې ډېر لوړ دی.

عراقچي په دوام کې ولیکل: «ثبوت یې څه دی؟ سنتکام ان د کانګرس یوه سناتور ته هم اجازه نه ورکوي، چې له هغو پوځي اډو څخه لیدنه او څېړنه وکړي، چې دوی ادعا کوي وضعیت یې په بشپړ ډول عادي دی. تاسو نه شئ کولای د تل لپاره خلک وغولوئ.»

*****

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي، تهران ته د ارمنستان د بهرنیو چارو وزیر آرارات میرزویان د سفر په اړه په یوه پیغام کې ټینګار وکړ، چې له ګاونډیو هېوادونو سره د خبرو اترو او همکاریو دوام د ایران اسلامي جمهوریت هغه لاره ده، چې له مخې یې غواړي یوه لا خوندي، باثباته او هوسا سیمه جوړه کړي.

عراقچي زیاته کړه، چې په دې کتنه کې د تهران او ایروان د مخ پر پراختیا اړیکو او په اقتصادي، سوداګریزو، ترانسپورتي، انرژۍ او نورو هغو برخو کې د همکاریو د ژورتیا پر لارو چارو خبرې وشوې، چې د دواړو هېوادونو له ګډو ګټو سره تړاو لري.

****

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هغو هڅو ته غبرګون وښود، چې د نوموړي په وینا، موخه یې د تاریخ تحریفول او د امریکا د جګړې پارونې لپاره د فلسفي او تاریخي توجیه رامنځته کول دي.

بقایي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د هغو څرګندونو په غبرګون کې، چې په یونان کې د اتن ښار د وینا پر مهال یې د ایران په اړه کړې وې، په ټولنیزه شبکه ایکس کې ولیکل: مارکو روبیو په اکروپولیس کې د تاریخ د یوې تحریف شوې کیسې په وړاندې کولو سره، د لرغوني یونان څخه د ټرمپ تر امریکا پورې د لوېدیځ تاریخ په یوه مستقیمه او پرله‌پسې کرښه کې راټول کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ، چې دا په حقیقت کې د تاریخي زمانې تحریف دی، چې د یونان، روم، مسیحیت، اروپا، امریکا او په پای کې د «لومړی امریکا» په څېر مفاهیم په ناسم او بې‌پروا ډول سره ګډوي.

*****

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب‌آبادي ولیکل: د ساحلي هېوادونو د دولتونو د مرستیالانو په کچه دې یو لوړپوړی کمېسیون جوړ شي، څو د کسپین سمندرګي د اوبو د سطحې د ټیټېدو لاملونه وڅېړي او د دې ستونزې د حل لپاره یوه هر اړخیزه کاري طرحه جوړه کړي.

غریب‌آبادي په ټولنیزه شبکه ایکس کې ولیکل، چې د کسپین سمندرګي تر ټولو مهمه چاپېریالي ستونزه د اوبو د سطحې ټیټېدل دي.

د کسپین سمندرګي د ساحلي هېوادونو د لوړپوړو چارواکو د کاري ډلې غونډه د ترکمنستان په آوازه ښارګوټي کې د کسپین سمندرګي په چارو کې د دغو هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون جوړه شوه.

غریب‌آبادي، چې د کسپین سمندرګي په چارو کې د ایران اسلامي جمهوریت ځانګړی استازی دی، هم په دې غونډه کې ګډون درلود.

*****

د فرانسې د حکومت له خوا د زده‌کوونکو د صنفي اعتراضونو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک چلند او د بشري حقونو د پراخو او جدي سرغړونو له امله، په تهران کې د فرانسې سفیر پیر کوشار د ایران د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو د عمومي ادارې د سرپرست له خوا دې وزارت ته احضار شو.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو د عمومي ادارې سرپرست حمید احمدي، د احضار په دې غونډه کې د اړوندو نړیوالو تړونونو او اسنادو له مخې د فرانسې د حکومت د بشري حقونو ژمنې ورپه یادې کړې او د فرانسې د خلکو د بنسټیزو بشري حقونو او آزادیو، په ځانګړي ډول د سوله‌ییزو غونډو د جوړولو د حق او  د رعایت غوښتنه یې وکړه.

احمدي د فرانسې د امنیتي ځواکونو له خوا د سوله‌ییزو غونډو پر وړاندې د تاوتریخوالي له ډک چلند څخه سخته اندېښنه څرګنده کړه. د نوموړي په وینا، د دغو اقداماتو له امله یو شمېر اعتراض‌کوونکي ټپیان او معلول شوي، چې ځینې یې د سترګو د لید له لاسه ورکولو تر کچې رسېدلي دي، او تر پنځو زرو ډېر کسان نیول شوي دي.

هغه ټینګار وکړ، چې په سوله‌ییزو غونډو کې د اعتراض‌کوونکو پر وړاندې د دومره کچې تاوتریخوالي کارول په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دي.

*****