-
صهیونیسټ رژيم د سیمې د سولې پرضد تر ټولو ستر ګواښ دی
Sep 11, 2025 00:38ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په یوه خبري غونډه کښې له اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره موافقې ته په اشارې سره وویل اژانس ومنله چې میداني حقیقت باید بدل شي او د ملګرتیا نوي چوکاټ ته ضرورت شته.
-
ایران او مصر د اسرائیلو پرضد د متحدو دریځونو په غوره کولو ټینګار وکړ
Sep 11, 2025 00:22ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران او د مصر ولسمشرانو مسعود پزشکیان او عبدالفتاح السیسي پرون په ټیلي فوني تماس کښې په قطر هیواد باندې د صهیونیسټ رژیم جنایتکارانه تیري ته په اشارې سره د اسرائیلو له سلطه غواړو هدفونو سره د مقابلې لپاره د اسلامي دنیا لخوا د واحد، پریکنده او د قدرتمن دریځ په غوره کولو ټینګار وکړ.
-
د لبنان حزب الله په یمن د صهیونیسټ رژيم حملې وغندلې
Sep 11, 2025 00:09ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره په یمن باندې د صهیونیسټ رژيم بریدونه چې له کبله یې یوشمیر ملکي وګړي او خبریالان شهیدان او ژوبل شوي وغندل.
-
په یمن د اسرائیلو رژیم په بریدونو کښې ۳۵ بې ګناه کسان شهیدان شوي
Sep 10, 2025 23:55زمونږ خبریال راپور راکړی د یمن روغتیا وزارت وویل په پلازمینې صنعا او الجوف ولایت باندې د صهیونیسټ جنایتکار او نیواکګر رژيم په بریدونو کښې پینځه دیرش بې ګناه ښاریز شهیدان او یوسل یودیرش نور ژوبل شوي هم دي.
-
د نیپال د وزیرانو د تښتیدا ویډیو خپره شوي ده
Sep 10, 2025 23:42زمونږ خبریال راپور راکړی په نیپال کښې په سوشل میډیا یعني ټولنیزو رسنیو باندې له بندیز لګولو وروسته پیل شوی احتجاج په تاوتریخجنو بلواو بدل شوی و او وړمه ورځ زرګونو مظاهره چیانو په پلازمینې کهټمنډو کښې د پارلمان ودانۍ او د څو وزیرانو کورونو ته اورونه واچول.
-
د ایران او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس موافقه د پارلمان له قانون سره سمون لري
Sep 10, 2025 12:10ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي دې ته په اشارې سره چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس او د ایران ترمینځ نوي موافقه کاملا د ایران د پارلمان له قانون او د ملي امنیت د لوړې شورا له مصوبو سره سمون لري وویل
-
د ایران خارجه وزیر په مصر کښې د اټومي اژانس له مشر سره خبرې کړي
Sep 10, 2025 11:37ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د اټومي انرژۍ له نړیوال اژانس سره د نوي موافقې له لاسلیک کولو سره په یووخت خبرداری ورکړ
-
په قطر کښې پر حماس د اسرائیلو له برید وروسته امنیت شورا بېړنۍ غونډه کوي
Sep 10, 2025 08:31زمونږ خبریال راپور راکړی د قطر پلازمېنه دوحه کې د حماس غورځنګ د مشرانو په کورونو باندې د اسرائيلو هوايي بریدونه په نړیواله کچه سخت غندل شوي دي.
-
د فلسطین ملاتړو امریکایانو ډونالډ ټرامپ د اوس وخت هیټلر وباله
Sep 10, 2025 07:53ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین ملاتړو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د شپې ډوډۍ په ګډوډولو سره هغه د اوس وخت هیټلر وباله او د امریکا او د فلسطین د ازادۍ غوښتنه یې وکړه.
-
د علي لاریجاني له نظر قطر ته د اسرائیلو د حملې پیغام
Sep 10, 2025 07:33ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر «علي لاریجاني» په ایکس پاڼه کښې ولیکل په قطر کښې د صهیونیسټ رژيم د وروستي جنایت پیغام دی ای د سیمې هیوادونو زما له راتلونکي سلطې خبر شئ!!