د مینځني ختیځ په نوم کوم شی نشته
https://parstoday.ir/ps/news/event-i165078-د_مینځني_ختیځ_په_نوم_کوم_شی_نشته
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سوریې په چارو کښې د امریکا استازي «ټام باراک» د سیمې د هیوادونو په سپکاوي کولو سره ادعا وکړه: د مینځني ختیځ په نوم هیڅ شی نشته ، بلکې دغه سیمه د قبائیلو او د کلیو یوه ټولګه ده کومه چې انګریزانو او فرانسوایانو رامینځته کړه.
(last modified 2025-09-26T00:12:17+00:00 )
Sep 26, 2025 04:37 Asia/Kabul
  • د مینځني ختیځ په نوم کوم شی نشته

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سوریې په چارو کښې د امریکا استازي «ټام باراک» د سیمې د هیوادونو په سپکاوي کولو سره ادعا وکړه: د مینځني ختیځ په نوم هیڅ شی نشته ، بلکې دغه سیمه د قبائیلو او د کلیو یوه ټولګه ده کومه چې انګریزانو او فرانسوایانو رامینځته کړه.

ټام باراک له الجزیرې ټیلي ويژن سره په مرکه کښې د سیمې د کړکیچونو په هکله خپلې نظرونه بیان کړل.

د سوریې په چارو کښې د امریکا استازي ټام باراک د سیمې د مسائیلو پیچلتیا ته په اشارې سره وویل د جادو داسې هیڅ امسا نشته چې د مینځني ختیځ مشکلات په یووخت حل کړو.

ټام باراک زیاته کړه تاریخ مونږ ته رازده کړي دي چې باید د بیلابیلو مشکلاتو حل لارې ولټوو ؛ مونږ به ابتدا له ترکیې څخه وکړو او بیا به  په سوریې ، لبنان ، اردن او غزې هم غور وکړو.

د امریکا دغه استازي د غزې په هکله وویل په غزې کښې وژله باید بنده شي او زه د جنګ د ختمیدا د امکان په هکله خوشبینه یم.

دا لومړی ځل نه دی چې د امریکا استازی ټام باراک د عربو هیوادونو  سپکاوی کوي بلکې هغه  مخکې د وږي د میاشتې په څلورمه نیټه هم په یوه خبري کانفرنس کښې چې د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره له کتنې وروسته وشو د خبریالانو سپکاوی کړی و.

ټام باراک له خبریالانو غوښتي وو چې له تمدن څخه ډک کړچار ولري او د حیوانانو په شان مه کیږي.