-
د فلسطین حماس غورځنګ د خبرو لپاره یوشمیر شرطونه ټاکلي
Jul 31, 2025 08:30ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم «یروشلم پوسټ» ورځپاڼې ادعا وکړه چې د فلسطین حماس غورځنګ مینځګړو هیوادونو ته ویلي دي تر هغه وخته چې په غزې تړانګه کښې انساني حالت ښه نشي هیڅ ډول خبرو کښې به ګډون ونکړي.
-
د یمن مفتي، اسلامي علما د فلسطین د ملت د مرستې لپاره د جهاد د فتوا صادرولو ته وربلل
Jul 31, 2025 07:50ایرنا خبري اژانس راپو راکړی د یمن مفتي «شمس الدین شرف الدین» د اسلامي نړۍ په علماو غږ وکړ چې له صهیونیسټي دښمن سره د مقابلې او د فلسطین له ملت سره د مرستې لپاره د خدای په لاره کښې د جهاد د لازمي کیدا شرعي حکم ورکړي.
-
د امریکا «سنا» په اسرائیلو رژیم باندې د وسلو د خرڅولو د بندولو له پلان سره مخالفت وکړ
Jul 31, 2025 07:18ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا مشرانو جرګې نن په دوو ځله رایو اچولو سره په صهیونیسټ رژيم باندې د څه د پاسه شپږ سوه پینځه اویا میلیونه ډالرو په ارزښت د وسلو د خرڅولو د بندولو له پلان سره مخالفت وکړ.
-
امریکا د ایران لخوا د یورانیمو د نه بډایه کولو غوښتنه بیا تکراره کړه
Jul 31, 2025 06:55ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د بریتانیا له «فیننشل ټایمز» ورځپاڼې سره په مرکه کښې د تیرې میاشت د جنګ په وخت تهران ته د رسیدلیو تاوانو د ګرمې د ورکولو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې امریکا باید په دولس ورځني جنګ کښې ایران ته رسیدلي تاوانونه جبران کړي.
-
عربستان په غزې تړانګه کښې د اوربند د ټینګولو لپاره د ټرامپ د هڅې غوښتنه وکړه
Jul 29, 2025 02:52د سعودي عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان ټینګار وکړ امریکا په لویدیځه اسیا سیمه او د سولې په بهیر کښې یو اساسي لوبغاړی دی له ولسمشر ټرامپ وغوښتل چې په غزې کښې د اوربند د ټینګیدا لپاره هڅه وکړي.
-
قطر د فلسطین هیواد په رسمیت د پيژندلو لپاره د فرانسې د پریکړې هرکلی وکړ
Jul 29, 2025 02:04ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د قطر لومړي او خارجه وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني په راتلونکي سپتمبر میاشت کښې د فلسطین د خپلواکه هیواد په رسمیت د پيژندلو لپاره د فرانسې د ولسمشر مکرون د فیصلې هرکلی وکړ.
-
غزې تړانګې ته د هوا له لارې د مرستو استول بې ګټې دي
Jul 29, 2025 01:47ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو د ماشومانو د صندوق یونیسف ویاند «جو انګلیس» وویل مونږ د فلسطین غزې تړانګې ته د بشر دوستانه مرستو د ورتلو لپاره د هر ډول هڅې هرکلی کوو خو د الوتکو له لارې د مرستو استول بې ګټې دي.
-
د اسرائیلو نیواکګر رژیم د جنګ په ټولو ډګرونو کښې ماتي خوړلي ده
Jul 29, 2025 01:27ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم د حکومت د مخالف ګوند مشر «یائیر لاپید» په یو لړ څرګندونو کښې په دې خبرې باندې اعتراف سره چې اسرائیلو د جنګ په ټولو ډګرونو کښې ماتي خوړلي ده ټینګار وکړ
-
ایران د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په هکله متفکرانه دریځ غوره کړی
Jul 29, 2025 01:03ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د روسیې دائمي استازي «میخائیل اولیانوف» په یو لړ څرګندونو کښې دې ته په اشارې سره چې ایران
-
که چیرې د ایران پرضد بیا تیری وشي نو تهران به پریکنده او د نه سانسور وړ غبرګون وښيي
Jul 29, 2025 00:36ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د امریکا د چارواکو ګواښونو ته په غبرګون کښې وویل که چیرې د تهران پرضد کوم تیری تکرار شي نو ایران به ډیر پریکنده او د نه سانسور وړ غبرګون وښيي.