د فلسطین حماس غورځنګ د خبرو لپاره یوشمیر شرطونه ټاکلي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i162984-د_فلسطین_حماس_غورځنګ_د_خبرو_لپاره_یوشمیر_شرطونه_ټاکلي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم «یروشلم پوسټ» ورځپاڼې ادعا وکړه چې د فلسطین حماس غورځنګ مینځګړو هیوادونو ته ویلي دي تر هغه وخته چې په غزې تړانګه کښې انساني حالت ښه نشي هیڅ ډول خبرو کښې به ګډون ونکړي.
(last modified 2025-07-31T08:15:07+00:00 )
Jul 31, 2025 12:00 Asia/Kabul
  • د فلسطین حماس غورځنګ د خبرو لپاره یوشمیر  شرطونه ټاکلي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم «یروشلم پوسټ» ورځپاڼې ادعا وکړه چې د فلسطین حماس غورځنګ مینځګړو هیوادونو ته ویلي دي تر هغه وخته چې په غزې تړانګه کښې انساني حالت ښه نشي هیڅ ډول خبرو کښې به ګډون ونکړي.

دغه ورځپاڼې ولیکل  حماس غورځنګ خپل لومړیتوب د اسرائیلو د حملو بندول، غزې ته د بشري دوستانه مرستو استول او د غزې د وسیدونکو په انساني کړکیچ باندې سمدستي غور کول بللی دی.

دغه راز د لبنان «الاخبار» ورځپاڼې وړمه ورځ په یوه راپور کښې په غزې کښې د اوربند د خبرو د لرلید په هکله ولیکل د اسرائیلو رژيم  او د حماس غورځنګ ترمینځ د غیر مستقیمو خبرو په هکله روانه اونۍ د دغو خبرو د له سره پیلیدا امکان نشته ځکه چې د دغو خبرو د له سره پیلیدا لپاره هیڅ نوي نیټه نه ده ټاکل شوي.

سره له دې د اسرائیلو «یدیعوت احارنوت» ورځپاڼې د یوه امنیتي چارواکي په قول ولیکل زما په باور د صهیونیسټ رژيم لومړی وزیر به د یوې جزيي موافقې له لاسلیک کیدا سمدستي وروسته د موافقې په خلاف ورزۍ د حماس غورځنګ د تورنولو لپاره په یوې پلمې پسې وي او وروسته به د خپل ځان لخوا د دغه موافقې خلاف ورزۍ توجیه کړي او له دې لارې د اوربند یوې نهايي موافقې ته له ورننوتلو ډډه وکړي.