فاریاب کې یوې میرمنې په یو خل څلور نجونې وزیږولې
د افغانستان فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې یوې میرمنې په یو ځل څلور ماشومان زیږولي چې ټولې نجونې دي، خو د میرمنې خاوند د اقتصادي ستونزو له امله څلور میاشتې وړاندې ایران ته د مزدورۍ په موخه تللی.

د یاد ولایت د ۳ سوه بستریز روغتون رئیسه فوزیه سلیمي وایي، دغه میرمنې د المار ولسوالۍ په کلینک کې زیږون کړی او ماشومان د څارنې او ساتنې په موخه ولایتي روغتون ته لیږل شوي چې د یوه یې روغتیایي حالات د اندېښنې وړ دی.
بلهخوا د دې ښځې د کورنۍ غړی نوراغا وايي چې د زېږېدلیو ماشومانو پلار درې میاشتې مخکې د اقتصادي ستونزو له کبله ایران ته تللی دی.