Nov 29, 2023 17:10 Asia/Kabul
  • یوې دوه کلنې نجلۍ پخپل پوهې سره نړۍ حیرانه کړه

د ګینیس ورلډ ریکارډونو له مخې، د کینټکي سیمې اړوند یوه دوه کلنۍ نجلۍ اسلامک ناب چې د مینسا نړیوال سازمان تر ټولو کم عمره غړي ده، پخپلې ځیرکتیا او پوهې سره نړۍ حیرانه کړه.

مینسا د نړۍ تر ټولو لویه او پخوانۍ IQ ټولنه ده چې د نړۍ له سلو هېوادونو څخه ۱۴۰ زره هوښیار او پوه کسان د دې سازمان غړیتوب لري.

د مینسا غړیتوب لپاره، د 98 سلنې څخه پورته نمرې سره یو معیاري IQ ازموینه اړینه ده، او 2 کلن اسلا مک ناب د خپل عمر ګروپ ازموینه کې 99 سلنه نمرې ترلاسه کړې.

د ګینس ورلډ ریکارډونو له مخې، د نجلۍ مور او پلار هغه وخت د هغې هوښیارتیا درک کړه کله چې هغې هر څه ته لیواله وه او ژر یې په یاد ساتله او یوازې د یو کال په عمر کې اسلا میک د رنګونو، شمیرو او الفبا زده کړه پیل کړه.

همدا لامل دی چې ګینیس ورلډ ریکارډ د مینسا ایالت تر ټولو کم عمره پوه نجلۍ نومولې ده.

 

ټیګونه