د چین مېرمنې خپله شتمنۍ چا ته ډالۍ کړه؟
زموږ خبریال راپور راکړی په چین کې یوې ډېرې شتمنې مېرمنې خپله ټوله شتمنۍ د خپلو ځناورو په نوم کړه.
د چین یوه قانوني کارپوه وویل چې د مېرمنې دغه وصیت د هغې په شتمنۍ باندې نشي نافذ کیدلای ځکه چې د دغه کار لپاره د ځناورو یوه مرکز لرلو ته اړتیا لري.
د چین یوې بوډې مېرمنې «لوني» د اتویشت لکه ډالرو شتمنۍ د خپلو ځناورو په نوم کړې ده.
د چین د دغه ښځې درې بچیان دي خو دغه مېرمن وايي زما بچیان زما هېڅ خیال نه ساتي او زه اوس په دغه بوډاتوب کې هم له ځان سره پیشوګانې ساتم.
خو د ځناورو مرکز به د هغې له مړینې وروسته د چین د دغه مېرمنې شتمنۍ په ځناورو او د بوډې مېرمنې په بچیانو ولګوي.
په ټولنیزو انټرنټ پاڼو کې د چین د دغه مېرمنې دغه اقدام ډېرو خلکو ستایلی دی او یوې مېرمنې ویلي دي که چېرې په بوډا توب کې زما بچیان ما یوازې پریږدي او زما هېڅ خیال ونه ساتي زه به هم د چین د دغه مېرمنې په شان اقدام ترسره کړم.