په مغز کې د انټرنیټ نښلوونکي وسیله
د ماساچوست یا MIT مؤسسې د دوکتورا یو زده کړیال په دې بریالی شوی دی چې یوه داسې وسیله ایجاد کړي چې د انسان دماغ او انټرنیټ ترمینځ مستقیم اړیکه رامینځته کړي، داسې اړیکه چې خبرې، ټایپ یا کوم بل فعالیت ترسره کړي.
د دغه دستګاه اختراع کوونکی ارناوکاپور وایي، چې د دغه دستګاه نوم AlterEgo دی، خو نظر دادی چې ایا ستاسې په سر کې به ټولې برخې انټرنیټ ولري؟
دا وسیله د دماغ څپې ثبتوي او د یوې ټاکلې کلمې اوریدلو یا فکر کولو له امله معلومات کمپیوتر ته لیږي، کمپیوټر هم د انټرنیټ په لټون کولو سره مناسب ځواب پیدا کوي او کارونکي ته یې استوي.
د AlterEgo نورو فعالیتونو کې د ریاضيکي معادلو حل کول، د مختلفو پوښتنو ځوابونه، او حتی د عصبي ناروغیو لکه ALS او MS سره د خبرو اترو لپاره د خلکو سره مرسته کول شامل دي.
د MIT مؤسسه ټینګار کوي چې د دې پروژې اصلي تمرکز د هغو خلکو لپاره په شفاهي ډول خبرو اترو کې مرسته کول دي چې د دماغي فالج په څیر ستونزو له امله د خبرو کولو توان نلري.
مخکې، ایلون مسک هم ژمنه کړې وه چې د معلولیت لرونکو خلکو ژوند بدلولو په موخه به د دوی په دماغو کې د نیورالنګ چپ ځآی پر ځای کړي چې له امله به دوی په حرکت یا خبرو اترو راشي.