Mar 06, 2024 15:44 Asia/Kabul
  • نړۍ کښې د چاقو(ستر خیټو) کسانو شمیر زیات شوی

زمونږ خبریال راپور راکړی په ټوله دنیا کښې د چاقو یعني د سترو خیټو د لرونکو کسانو شمیر له یو میلیارډو څخه زیات شوی دی.

په لانسیټ(lancet) مجلې کښې په یوه خپور شوي تحقیق کښې ویل شوي دي چې له نولس سوه نویم میلادي کال څخه تر دوه زره دوه ویشتم میلادي کال پورې په ماشومانو او لویانو کښې د چاقۍ اندازه څلور فیصده زیاته شوي ده او د زیات عمر په کسانو کښې د چاقۍ دغه اندازه دوه برابره وه.

د دوه زره دوه ویشتم میلادي کال د شمیرنو پراساس یوسل پنځوس میلیونه او نوي لکه ماشومان او زلمي او دغه راز اوه سوه اتیا میلیونه او نوي لکه د پاخه عمر کسان له چاقۍ سره مخامخ دي.

په عین حال کښې په دغه تحقیق کښې دغه خبره معلومه شوي ده چې په دې وخت کښې په نړیواله سویه د ماشومانو او د لویانو په وزن کښې نیم فیصده کمولای هم راغلی دی.

 

ټیګونه