Mar 07, 2024 14:20 Asia/Kabul

د هندوستان په کلکته کې د میټرو ریل خدمتونو لپاره د اوبو لاندې تونل جوړ شوی چې تېره ورځ د دغه هېواد د لومړي وزیر نریندرا مودي لخوا پرانیستل شو.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په  دغه هېواد کې په لومړي خل د اوبو لاندې د میټرو ریل خدمتونو یو فرعي تونل پرانیستل.

د «اکانومیک ټایمز» د راپور له مخې، د کلکتې ښار ښار په ختیځ کې د اوبو لاندې لومړنی فرعي تونل د جوړولو چارې په ۱۹۸۴ کال کې د هوګلي سیند لاندې په پنځه سوه متره اوږدوالي کې د څه باندې یو میلیارد او اته سوه ډالرو په مالي لګښت جوړ شوی دی.

په ټولنیزو شبکو کې په خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي د زده کونکو له یوې ډلې سره د فرعي لارې په اوږدو کې له دې تونل څخه لیدنه کوي.

په 1920 لسیزه کې، یو برتانوي انجنیر چې د لندن د فرعي لارې د پراخولو تجربه یې درلوده لومړی په کلکته کې د فرعي تونل شبکې جوړیدو وړاندیز وکړ.

د يادونې وړ ده چې په کلکته کې د دې فرعي تونل د جوړولو چارې په ۱۹۸۴ کال کې پيل شوې وې.

 

ټیګونه