May 05, 2024 13:28 Asia/Kabul
  • ایران په تیرې اونۍ کې

د  تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې ایران د اونۍ په هینداره کې نومې  اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پیل کې درته په تیرې اونۍ کې د ایران د ځينو مهمو پيښو یوه لنډه شان خلاصه وړاندې کوو، او بیا مو هم رابولوو،د ځينو موردونو په باب  تحلیلي برخې لیدو ته ،هیله ده  ترپایه  راسره ملتیا وکړئ.

 *******************

*/*/*/

د زرګونو استاذانو په ټول کې د رهبرۍ د ستر مقام په زړه پورې  وینا

*/*/*/

د اسلامی ملګرتیا موسیسې د غړو هیوادونو  دخارجه وزیرانو ناسته

*/*/*/

او د ایران  او اروپا  دتجارتي مبادلاتو  زیاتیدا ، په تیرې اونۍ کې دایران ځيني مهمې پيښې وې نو اوس مو هم رابولوو، د ځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته .

******************************

            خوږو دوستانو  د اسلامی انقلاب معظم لارښود د تیرې چارشنبې په ورځې د معلم د  ورځې په م ناسبت ددرست ایران له زرګونو معلمانو او کلتوریانو سره په کتنې کې،په امریکا او نورو لسګونو اروپائي هیوادونو  او دغه راز د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د فلسطین له ملت څخه دملاتړ پراخې مظاهرې  دنړۍ په عمومي افکارو کې د دغزې د موضوع د لومړیتوب نښه وبلله او ټينګار ئې وکړ،د وحشي صهیونیسټي رژیم جنایتونه او له هغو سره د امریکا ملتیا او ملګرتیا،په امریکا په بدبینۍ او د نیواکګر رژيم  په نفي کې د ایران د ملت او د اسلامی نظام د دریځونو حقانیّت اثبات کړ او ټول پوهیږي،د فلسطین دموضوع د حل لپاره خپل ټاټوبی ته د مسلمانو ، یهودي او مسیحي  خاوندانو ته ددغه ټاټوبي له بیرته ګرځولو پرته  بله هیڅ حل لاره نشته  او له صهیونیسټي رژيم سره اړیکې او د ځينو هیوادونو د اړیکو عادي کول به ئې حل  نه کړي .

حضرت آیت ا...العظمی سید علي خامنه اي پر نیواکګر صهیونیسټي رژيم  دعمومي افکارو ورځ تر بلې زیاتیدا  ضروري وبلله او وې فرمائیل؛ د  صهیونیسټي لیوني سپي بې رحمه او وحشي ډوله چلند د ایران دملت او داسلامی جمهوری نظام ددریځ د حقانیّت د اثبات کیدا سبب شوي او د کابو ۳۵ زره بې ګناه فلسطنیانو وژله چې زیاتره ئې ماشومان او ښځې دي ، درستې دنیا ته ئې د صهیونیسټي رژيم  خبیث او شر غواړی ذات او دغه راز د ایران دهمیشني دریځ حقانیّت   وښود.

 دوي دغه راز د سیمې ځینو هیوادونو او وحشي صهیونیسټي رژیم  داړیکو عادی کیدا لپاهر  ځینو خوځښتونو ته په اشارې سره ووئيل، ځیني خیال  کوي، په دغو کارونو سره به  مسله حل شي،په داسې حال کې چې له شاوخوا عربو هیوادونو سره د صهیونیسټي رژيم داړیکو عادی کیدا  په فرض کولو سره  نه یوازې مشکل حل نه کیږي،بلکې مشکل به هغو هیوادونو ته متوجه شي چې د نیواکګرو پر جنایتونو ئې په سترګو پټولو سره دوي ته ددوستۍ لاس ورووږد کړی دی او ملتونه به د خپلو حکومتونو  غاړې ته لاسونه واچوي

Image Caption

 

 د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیرعبداللهیان د شنبې په سهار وختي د یوه پلاوي په مشرۍ د اسلامی ملګرتیاموسیسې په پنځلسمې سرمشریزې کې د ګډون لپاره د ګا مبیا پلازمینې بانجول ته لاړ.

د ملګروملتو موسیسې  په سرمشریزې کې  چې د غوائ دمیاشتې په ۱۵ او ۱۶ نیټه ترسره شوې  د؛ تل پاتې پراختیا په باب د خبرو اترو له لارې د وحدت او پيوستون د لوړتیا ؛په اصلي موضوع سره ترسره شوې،د اسلامی نړۍ  مختلفې مسئلې او چیلنجونه په تیره بیا د فلسطین او په غزې تړانګې کې  روان وضعیّت   په باب غور او بحثونه وشول.

 په دغې ناستې کې  په ټول کې  د فلسطین د پریکړه لیک مسوده، دباجول د اعلامیې مسوده او د سرمشریزې د نهائي سند مسوده په ترتبیب سره د خارجه وزیرانو غونډې ته او بیا  سرمشریزې ته وړاندې  شوه .

امیر عبداللهیان  په دغې ناستې کې په شتون سره،د اسلامی نړۍ او سیمه ایزو اونړیوالو  بدلونونو په باب د ایران د اسلامی جمهوریت دریځونه  په تیره بیا د غزې تړانګې  او لویدیځي غاړې د وروستیو بدلونونو په باب   وړاندې کړل.

د ایران خارجه وزیر همداراز ددغې غونډې په څنډې کې د ترکیې ،عربستان،مصر پشمول د څو نورو هیوادونو له خارجه وزیرانو سره هم د دوو اړخیزو او سیمه ایزو او نړیوالو حالاتو په باب په تیره بیا د غزې تړانګې  دوروستیو بدلونونو په  باب خبرې اترې او مشورې وکړې..

               د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزارت په ترهه ګرو اقداماتو  کې د دخالت او د بشری حقوقو د څرګندو خلاف ورزیو په علت د یوشمیرامریکائي او بریتانوي شخصیّتونو او اورګانونو باندې بندیز ولګاوۀ.

د ایران د اسلامی جمهوریت  خارجه وزارت  همداراز  په یوې اعلامیې کې  ووئيل،د سولې او امنیت په ضد د صهیونیسټ رژيم  له غلیمانه اقداماتو سره  د مقابلې ، د اسلامی شورا  د ۱۳۹۹ لمریز کال د غواي د میاشتې  د ۳۱ نیټې د مسودې د قانون په چوکاټ کې،د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت  د اړونده اورګانونو د مسودو په اساس او دمتقابل  عمل په توګه د بریتانیا په ۸شخصیّتونو او ۵ اورګانونو  باندې د  سیمه ایز او نړیوال امنیت او سولې په ضد دترهه ګرو اقداماتو  پشمول  دصهیونیسټ رژیم   د اقداماتو په آسانتیاؤ او ملاتړ کې د دوي  د قصدا شریک کیدا په دلیل  او همداراز د بشری حقوقو د سسټماټیک  او منظم  خلاف وررۍ  او جنګ غواړو اقداماتو ، د عامو خلکو په ضد دممنوعه او درندو وسلو څخه د  استفادې، د انساني کلابندۍ  او د فلسطین د خلکو دکوچولو ، د غیر قانوني ښارګوټو جوړولو  او د فلسطین د ټاتوبی د نیواک د دوام  په څير د منظمو جرمونو په دلیل  بندیزونه  ولګول..

           د ایران د اسلامی جمهوریت  او اروپائي اتحادئې  تجارتي مبادلات  دروان میلادي کال په  دوهمه میاشت کې تر دیرش فیصدو پورې وده کړې ده  او په دغو میاشتو کې  ایران ته دجرمني  صادرات ، ۴۶فیصده  او له ایرانه   آیټالیا  وارداتو ۹۶فیصده وده کړې ده .

د اروپا د  احصایو دم رکز (یورو سټاټ)  له خوا خپري شوي ترټولو وروستۍ احصائې  ښئ چې  دایرا او د اروپائي اتحادئې ۲۷ هیوادونو  تجارت د ۲۰۲۴کال  په لومړنیو دوو میاشتو کې  د تیر کال په ورته مودې کې  اته فیصده زیات شوي دي .  په جنورۍ  او فرورۍ میاشتو کې  دا روپائي هیوادونو  په وسیله له ایرانه د ۱۳۹میلیونو یورو په ارزښت شیان  وارد شوي  وو.

  د درست ایران  د پوهنتونونو  استاذانو ، محصیلینو او کارکونکو  د تیرې یکشنبې په ورځې د فلسطینیانو په تیره بیا د غزې تړانګې  کې د وحشي صهیونیسټي رژیم  په جنایتونو باندې په اعتراض کې  د فلسطین   دملاتړ امریکائي او اروپائي  محصیلینو  له اعتراضونو څخه  دملاتړ په اعلانولو سره ،د فلسطین  له ملاتړو محصیلینو سره  د ماریکا دپولیسو  د ځيږ چلند  په سخته محکوم کړ.

د فلسطین په ملاتړ کې د محصیلینو  اعتراضونه  او د صهیونیسټ نسل وژونکي رژيم  دجنایتونو محکومیّت  چې  د ا مریکا  په نیویارک ښارکې د کلمبیا  پوهنتون  څخه  پیل شوي ،  د امریکا ئي  چارواکو   او پولیسو له  س ختې ځپنې  سره له مخامخیدا سره سره ، په پیل کې  د ییل، نیویارک، هارودرډ ، ټګزاس  او جنوبی کلیفورنیاپشمول ددغه هیواد نورو پوهنتونونو  ته وغزیدل او په دوام کې  د فرانسې ،جرمني ، ایټالیا، کینیډا ، بریتانیا ، آسټریلیا او یو شمیر نورو  اروپائي هیوادونو او نورو  آسیائي افریقائي هیوادونو پوهنتونونو ته وغزیدل چې هماغه راز دوام لري او دغو اعتراضونو او مظاهرو  ان تر دې چې  په ځينو امریکائي پوهنتونونو کې د محصلینو لوږتړ   امریکائي ، اروپائي او صهیونیسټي چا رواکي لالهانده کړي دي.

دوستانو د ایران د اونۍ په هینداره کې  اونیز  پروګرام وخت همدومره ؤ نو تر بل پروګرام پورې مو په نیاؤمن خداي سپاري سرلوړي ووسئ.

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

 

ټیګونه