د نوروز تیټرفسټیوال، د ایران او ازبکستان ترمینځ د هنري ملګرتیاؤ پراخول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i159746-د_نوروز_تیټرفسټیوال_د_ایران_او_ازبکستان_ترمینځ_د_هنري_ملګرتیاؤ_پراخول
پارس تودي - د ایران د کلتور او ارشاد وزارت مرستیال او د سمرقند لوي تیټر مشر د دواړو هیوادونو ترمینځ د کلتوري اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 05, 2025 08:59 Asia/Kabul
  • د ایران د کلتور او ارشاد د وزارت د هنري چارو مرستیاله نادری رضائي
    د ایران د کلتور او ارشاد د وزارت د هنري چارو مرستیاله نادری رضائي

پارس تودي - د ایران د کلتور او ارشاد وزارت مرستیال او د سمرقند لوي تیټر مشر د دواړو هیوادونو ترمینځ د کلتوري اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

د پارس تودي د ایسنا له قوله  راپورراکړ،  د ایران د کلتور او ارشاد د وزارت د هنري چارو مرستیاله نادری رضائي ، چې د تاجیکستان د نوروز د نړیوال تیټر په فسټیوال کې د ګډون لپاره تللې وه، د ازبکستان د سمرقند لوي تیټر له مشر باتورتوګالف سره په لیدنې کې ئې د دوو اړخیزو کلتوري اړیکو د پراختیا لپاره د ایران بشپړ چمتووالی اعلان کړ.

د ایران د کلتور او ارشاد وزارت د هنري چارو مرستیالې زیاته کړې: د تیاتر، موسیقي او تجسمي هنرونو په شمول بېلابېلې هنري برخې  د دواړو هیوادونو د هنرمندانو ترمینځ د لا زیاتو تعاملاتو لپاره زمینه برابرولی شي.

د سمرقند  تیټر مشر  د ایراني ډرامې  « آداب شکار روباه » د کیفیت ستاینه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې دا پیښه به د دواړو هیوادونو ترمینځ د پراخو کلتوري ملګرتیاؤ پیل وي.

باتورتوګالف وویل: د ایران او ازبکستان ترمینځ تاریخي او کلتوري مشترکات، په تیره بیا په سمرقند او بخارا ځیني  مهمو ښارونو کې، د ګډو هنري فعالیتونو د پراختیا لپاره مناسبه زمینه  ده.

یاده دې وي چې د ایران استازیتوب د «ابراهیم عادل‌نیا»  په لیکنې او «محمد شاکري»  په لارښوونې سره ډرامه « آداب شکار روباه » د تاجیکستان د نوروز نړیوال تیټر فسټیوال کې وړاندې شوه  او د لیدونکو او کلتوري چارواکو له تود هرکلي سره مخ شو.