نن د می پنځمه د قابله ګانو نړیواله ورځ ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i159758
د قابله ګانو نړیوالې ورځې په رارسېدو سره، په افغانستان کې یو شمیر قابله ګانې له سختو کاري شرایطو شکایت کوي او د دې برخې محصلینې بیا  له ناڅرګند راتلونکي سره مخ او له زده کړو محرومې ګرځول شوي دي.
(last modified 2025-05-05T10:17:14+00:00 )
May 05, 2025 14:44 Asia/Kabul
  • نن د می پنځمه د قابله ګانو نړیواله ورځ ده

د قابله ګانو نړیوالې ورځې په رارسېدو سره، په افغانستان کې یو شمیر قابله ګانې له سختو کاري شرایطو شکایت کوي او د دې برخې محصلینې بیا  له ناڅرګند راتلونکي سره مخ او له زده کړو محرومې ګرځول شوي دي.

ملګرو ملتونو د می د پنځمې- د قابله ګانو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان ته د راستنو شویو کډوالو له زیاتېدو سره، قابله ګانې دې ته اړې کېږي چې د هغو مېرمنو د پالنې لپاره چې روغتیایي خدمتونو ته اړتیا لري، ډیر ساعتونه په کلینیکونو کې تېر کړي.

د قابله ګۍ نړیواله ورځ په داسې حال کې رارسېدلې چې د طالبانو حکومت په ۱۴۰۳ کال کې د افغانستان په نیمه عالي انسټیوټونو کې د قابله ګۍ پر زده کړو بندیز ولګاوه. دې پریکړې د نړیوالو سازمانونو غوسې وپارولې او دا اقدام یې په افغانستان کې د ښځو پر روغتیا یو ګوزار وباله.

طالبانو له څه باندې درې نیمو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي د پورته ښځینه زده کوونکو پرمخ د ښوونځیو او همداراز د پوهنتونونو دروازې تړلې او تېر کال یې هم د هغو نجونو پر مخ طبي انسټیټوتونه بند کړل چې ټاکل شوې وه له فراغت وروسته د مېندو او ماشومانو د پالنې په برخو کې کار وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتيا نړيوال سازمان د تېر کال په غبرګولي مياشت کې ويلي وو، چې د مخنيوي وړ مړينې، په افغانستان کې هره ورځ د ۲۴ ميندو او ۱۶۷ نويو زېږېدلو ماشومانو ژوند اخلي.