د ایران او امریکا مذاکرات؛ درې اصلي خنډ جوړونکي بهیرونه کوم دي؟
(last modified Mon, 05 May 2025 07:40:29 GMT )
May 05, 2025 12:10 Asia/Kabul
  • د ایران او امریکا مذاکرات؛ درې اصلي خنډ جوړونکي بهیرونه کوم دي؟

پارس تودي - له هغه وخته چې د ایران او امریکا ترمینځ د اټومي پروګرام په اړه غیر مستقیم مذاکرات پیل شوي، د هر ډول خنډ  احتمال له مخکې اټکل شوی و، ځکه چې د امریکا د بدعهدۍ او د ناباؤره چلند ترڅنګ، ځینې پیاوړي بهیرونه په منظم ډول هڅه کوي چې ایران د یوې  ښې موافقې له ترلاسه کولو څخه منع کړي.

د ایران او امریکا ترمینځ د ایران د اټومي پروګرام په اړه غیر مستقیم مذاکرات  د اپرېل له ۱۲ پیل شوي ړي . د د خبرو اترو  دویم او درېیم پړاوونه د اپرېل په ۱۹مه او ۲۶مه ترسره شوي دي . ټاکل شوې وه چې د ۲۰۲۵ کال د مئ په درېیمه نېټه د  خبرواترو  څلورم پړاو ترسره شي، خو د عمان د بهرنیو چارو وزیر  بدر بن حمد آل البوسعیدي  ووئيل ؛د ایران او امریکا ترمینځ د مذاکراتو څلورم پړاو د لوجسټیکي ستونزو له امله بلې نېټې ته وځنډول شو.

په تېرو اونیو کې د ایران او امریکا ترمینځ د  خبرواترو نوی پړاو چې ټاکل شوې وه په روم کې ترسره شي، وځنډول شو، دا هم په داسې حال کې چې امریکا د  جامعې نړیوالې  ایټمي موافقې د بېرته  احیاء له ادعا سره سره، د ایران د تېلو او پیټروکیمیکل په برخې کې پر اوو ادارو شخصیّتونو  بندیزونه ولګول.

دا ډول متضاد چلندونه په روښانه توګه ښئي چې د امریکا په نیت باور کول اسانه نه دي.

په دې مینځ کې، درې اصلي بهیرونه په فعاله توګه د  خنډ جوړولو هڅې کوي:

لومړی، د ځینو امریکائي ډیموکراټانو او د ټرمپ د پړاؤ  د سر زورو  لکه پمپیؤ او جان بولټن ترمینځ غیر متوقع ایتلاف دی چې نه غواړي د سیاسي مخالفې ادارې په نامه کوم پډیپلوماټیک بریالیتوب ثبت شي.

دوهم، اروپايي هېوادونه، په تیره بیا فرانسه ده چې په بهر کې پاتې کېدو له احساس سره، ځینې وخت د  ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو د نږدېوالی  په څېر  چټي او سرزورو  ادعاګانو سره هڅه کوي د خبرواترو فضا خرابه کړي.

درېیم، د اسرائیلي رژیم او په هغو پورې تړلی پراخ رسنیز  چینل  دی  چې د ایران انټرنیشنل په څېر رسنیو او د سلطنت غوښتونکو په څېر څېرو له لارې، په دوامداره توګه د مذاکراتو ضده فضا رامینځته کوي.

په داسې حالاتو کې،یوازینۍ اغېزمنه ستراتیژي هغه ده چې د اسلامی انقلاب  ستر لارښود  انځور کړې ده؛ په مذاکراتو کې هوښیار  او ځير چلند د اصولو په ساتلو سره،پر مقابل لوري بې ځایه خوشبیني نه کول، او په ورته وخت کې پر کورنیو وړتیاوو تکیه کول.