افغان ولس دې د تورزړو وحشیانو د جنایتونوپه وړاندې یوموټی شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i100064-افغان_ولس_دې_د_تورزړو_وحشیانو_د_جنایتونوپه_وړاندې_یوموټی_شي
ایران تل  هڅه کړې ،په افغانستان کې دملی  اجماع په رامنځةکولو سره   د تفاهم ټينګیدا،  دبریاؤ ساتنې  او دثبات پراختیا سره مرسته وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 09, 2021 08:43 Asia/Kabul
  • افغان ولس دې د تورزړو وحشیانو د جنایتونوپه وړاندې یوموټی شي

ایران تل  هڅه کړې ،په افغانستان کې دملی  اجماع په رامنځةکولو سره   د تفاهم ټينګیدا،  دبریاؤ ساتنې  او دثبات پراختیا سره مرسته وکړي .

د افغانستان سوله او امنیت یوازې ددغه هیواد په داخل کې  او ددرستو ډلو په تفاهم سره ممکن دی 

 ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ ، دافغانستان په چارو کې داسلامی ایران  ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان  په کابل کې د انجونو په ښونځي د جنایتکارو دترهه ګرې حملې په محکومولو  او د افغانستان  له مسلمان ملت ، حکومت او دقربانیانو له کورنیو سره   دخواخوږۍ په څرګندولو او تسلیّت وئیلو سره  دغه وحشي او غیر انساني اقدام  د تورزړو وحشیانو  او تالی څټو کار بللی دی .

 د افغانستان  په چارو کې د ایران ځانګړي استازي  چې پرون   ئې د افغانستان په هرات کې د اسلامی ایران په کنسولګرۍ کې  د هرات ولایت د فرهنګیانو او شیعه او سني  عالمانو په شتون سره په یوې غونډې کې  خبرې کولې ، دا پيښه ئې یوه ستره بوږنونکي انساني غمیزه بللې ده . طاهریان  هیله ښودلې ،  په افغانستان کې د جنګ جګړو  د ختمیدا او دسولې دټينګیدا شاهدان شو څو  دافغانستان  اسلامی ملت او اسلامی امت  د روژې په مبارکې میاشتې او نورو وختونو کې  ددغه ډول مصیبتونو او غمیزو شاهدان نه وي .هغه په عین حال کې روښانه کړې ده ، ایران تل  هڅه کړې ،په افغانستان کې دملی  اجماع په رامنځةکولو سره   د تفاهم ټينګیدا،  دبریاؤ ساتنې  او دثبات پراختیا سره مرسته وکړي .