افغان ولس دې د تورزړو وحشیانو د جنایتونوپه وړاندې یوموټی شي
ایران تل هڅه کړې ،په افغانستان کې دملی اجماع په رامنځةکولو سره د تفاهم ټينګیدا، دبریاؤ ساتنې او دثبات پراختیا سره مرسته وکړي .
د افغانستان سوله او امنیت یوازې ددغه هیواد په داخل کې او ددرستو ډلو په تفاهم سره ممکن دی
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ ، دافغانستان په چارو کې داسلامی ایران ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان په کابل کې د انجونو په ښونځي د جنایتکارو دترهه ګرې حملې په محکومولو او د افغانستان له مسلمان ملت ، حکومت او دقربانیانو له کورنیو سره دخواخوږۍ په څرګندولو او تسلیّت وئیلو سره دغه وحشي او غیر انساني اقدام د تورزړو وحشیانو او تالی څټو کار بللی دی .
د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي چې پرون ئې د افغانستان په هرات کې د اسلامی ایران په کنسولګرۍ کې د هرات ولایت د فرهنګیانو او شیعه او سني عالمانو په شتون سره په یوې غونډې کې خبرې کولې ، دا پيښه ئې یوه ستره بوږنونکي انساني غمیزه بللې ده . طاهریان هیله ښودلې ، په افغانستان کې د جنګ جګړو د ختمیدا او دسولې دټينګیدا شاهدان شو څو دافغانستان اسلامی ملت او اسلامی امت د روژې په مبارکې میاشتې او نورو وختونو کې ددغه ډول مصیبتونو او غمیزو شاهدان نه وي .هغه په عین حال کې روښانه کړې ده ، ایران تل هڅه کړې ،په افغانستان کې دملی اجماع په رامنځةکولو سره د تفاهم ټينګیدا، دبریاؤ ساتنې او دثبات پراختیا سره مرسته وکړي .