د ایران او افغانستان د غوی د ۲۰ نیټې ځینې مطبوعات
ورځپاڼې د دغې بوږنونکی او غیر انسانی پیښې ډیر دردونکی انځورونه چاپ کړی دی اولیکلی یې دی چی په دغه ترهه ګره حمله کی ۶۳ کسان شهیدان او ۱۵۵ ژوبل شول .
جمهوری اسلامی
په الاقصی جومات کې په لمونځ کونکیو په حمله کې د صیهونیسټانو جنایتونه په نړیواله کچه وغندل شول .
د ایران د خارجه وزارت سیاسی مرستیال عراقچی ویلی دی ، امریکایانو د بایکاټونو د سترې برخې د لغوه کولو لپاره چمتوالې ښودلې دې .
د اماراتو خلکو له صیهونیسټ رژیم سره د اړیکو د لغوه کولو غوښتنه وکړه .
سردار سلامی وایی دښمن به په شرمناکو ماتو سره د تاریخ قبرستان ته ولیږو . ورځپاڼه په دې اړه په یوه راپور کی لیکی چی د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان په دې خبرې سره چې خپلې بریاوې تاوان له نه ورکوو، ټینګار وکړ : دښمن په شرمونکو شکستونو سره د تاریخ ادیرې ته استوو.
سردار حسین سلامي د سوریې په خان طومان کښې د حرم د مدافعانو د شهادت د کلیزې په مناسبت په دې خبرې سره چې دښمنان افسرده، عاجز، ناتوانه او ناکامه دي، وویل: اسلام د استقامت، صبر، ټینګتیا، وفادارۍ او سرشندنې په برکت په پراخیدو دی.
سردار سلامي زیاته کړه: که شهیدان په شهادت سره خپلې آرزو ته ورسیدل نو کورنۍ د خپلو اولادونو په بدرګه کولو سره خپل ارمانونه قرباني کوي او دا کار تیریدنې، ایثار او مضبوط ایمان ته ضرورت لري.
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان د شهیدانو د قدرمنو کورنیو د قربانۍ، استقامت او صبر په قدرونې سره ټینګار وکړ: بیرغ به تر آخره لوړ ساتو او نه پریږدو چې د شهیدانو پرتمینې لاسته راوړنې تاواني شي.
د ایران خارجه وزیر ظریف وایی ډیر ژر به ایران ته د پام وړ کرونا واکسین راوسیږی .
قالیباف ویلی دی د ایران په ضد ددرستو بندیزونو په بشپړختمیدا پسې یوو. د ایران داسلامی شورا مشر همداراز وئیلي دي دایران دښمنان دې پوهه شي چې د ایران ولس به د بندیزونو د ختمولو لپاره له هڅو سره سره ، هیڅکله د دوي داقداماتو په تمه ونه ووسي .
کیهان
دغې ورځپاڼې په خپل لومړی مخ په غټو ټکیو سره لیکلی دی چی داعش د امریکا په شین چراغ افغان محصلین په وینو کی لیت پیت کړل . ورځپاڼې د دغې بوږنونکی او غیر انسانی پیښې ډیر دردونکی انځورونه چاپ کړی دی اولیکلی یې دی چی په دغه ترهه ګره حمله کی ۶۳ کسان شهیدان او ۱۵۵ ژوبل شول .
د افغانستان حکومت ددغې پيښې مسئولیّت پر طالبانو ډلې وراچولی ،خو طالبانو ډلې ددغې غمیزې په محکومولو سره وئيلي دي ،دوي دغه شان جنایتونه نه کوي او دا داعشي جنایتکار او بهرني نیواکګر دي ، چې د افغان ولس ئې دغه وضعیّت ته رسولی دی .
د کابل په لویدیځ کې د انجونو په ښونځي دغه بوږنونکي حمله له ډيرو داخلی او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوې ده او ډيری په دې اند دي چې د افغانستان حکومتي ادارې او امریکائي نیواکګر ددغه هیواد امنیت په ټينګولو کې پاتې راغلي او افغان ولس ئې د تکفیری ترهه ګرو په رحم وکرم پریښودلی دی
اسماعیل هنیه د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای ته په یوه لیک کی لیکلی دی چی د قدس شریف په پلازمینه د فلسطین د خپلواکه هیواد تر جوړیدا په کراره نه کښینو .
د ایران د اسلامي شورا مشر د افغانستان د ولسي جرګې مشر ته په پیغام کښې په کابل کښې ترهګره حمله وغندله او ټینګار یې وکړ بزدلانه ټرورونه د افغانستان د ملت په رښتیوني ارادې باندې هیڅ اغیز نلري .
د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني ته په یوه پیغام کښې ټينګار وکړ ټرورونه به د افغانستان د دوست او د ورور هیواد د خلکو په رښتیوني ارادې او د پایداره ، امنیت ، پراختیا او بیا رغونې په تحقق او د خلکو د برخلیک په ټاکلو هیڅ اغیز ونلري .
قالیباف په دغه پیغام کښې د کابل د ترهګرې حملې په سخت ډول د غندلو په ترڅ کښې چې په روژې مبارکې میاشت کښې یې د افغانستان د مقاومت کونکی ملت ژوند تریخ کړ ډاګینه کړه زه د دغه ترهګرې حملې د وژل شویو کسانو د خپلوانو او د ژوبلو کسانو لپاره صبر او د زغم غوښتنه کوم .
په افغانستان کښې داعش ، طالبان ،حقاني او نورې ترهګرې ډلې چې امریکا ، سعودي عربستان ، انګلستان او نور عرب او اروپايي هیوادونه ورسره مالي او پوځي مرستې کوي په ښکاره ترهګر فعالیتونه او حملې کوي او تل بې ګناه خلک وژني .
دکابل چاپ ورځ پاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې بېلابېل موضوعات خپاره کړي دي.
هشت صبح
هشت صبح ورځپاڼې د طالبانو له لوري د اختر په درې ورځو کې د اوربند په مسئلې بحث کړی او لیکلي دي چې طالبانو په داسې حال کې د اوربند اعلان وکړ چې تېره یوه میاشت د افغانستان لپاره خونړۍ وه.
د مطلب لیکوال ټینګار کړی او لیکلي یې دي که طالبان له دې امله شکایت کوي چې د دوی او امریکا ترمنځ د دوحې د توافق له مخې د بهرنیو ځواکونو په مهالوېش کې نقض راغلی په خبرهیې امریکا او افغان حکومت هم باید دا طالبانو ته څرګنده کړي چې تېر یو کال راهیسې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کچې د کمېدو برعکس جګړې زیاتې شوي او په خبرهیې هره ورځ ګڼ ملکي افغانانو ته مرګژوبله اوړي.
لیکوال په ټینګار لیکلي چې که چېرې طالبان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له نوملړه د د خپلو مشرانو د نومونو د وتلو غوښتنه کوي په مقابل کې یې باید افغان حکومت او نړیواله ټولنه د بینالافغاني مذاکراتو او اوربند د ټینګېدو شرط پرې ومني.
ملي ارمان
ملي ارمان ورځپاڼې په سرمقاله کې د شنبې په مازدیګر د کابل په دشت برچي سیمه کې د سید الشهدا ښوونځي باندې موټر بم برید په اړه لیکلي دي.
سرمقاله لیکونکي لیکلي دغه حملې معصوم ماشومان ووژل او اکثره افغان کورنۍ یې د غم په ټغر کېنولې.
لیکوال د دغې حملې په اړه د ژورې خواشینۍ پر څرګندولو تور پورې کړی چې په افغانستان کې د دغو ډولو حملو او قتلونو سرچینه په پاکستان کې د ترهګرو ډلو مدرسې دي.
هغه څه چې تل افغان حکومت او یو شمېر نړیوالو هېوادونو یې هم یادونه کړې.
خو پاکستان بیا تل دا تورونه رد کړي او د افغان سولې بهیر تهیې ځان ژمن یاد کړی.
سرمقاله لیکونکي لیکلي چې په یادو مدرسو کې د وهابیت درسونه او تبلیغات کېږي او وهابیان د شیعهګانو خلاف دي او په خبرهیې د شیعه افغانانو په وژلو کې دغه ډلې له هېڅ ډول هڅې نه په شا کېږي.
لیکوالي ټینګار کړی چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه دې د افغانانو له هرې ورځې وژلو، د خواشینۍ پیغامونو د خپرېدو پر ځای پر پاکستان فشار راوړي تر څو په خبرهیې په خپل هېواد کې دغه ډول مدرسې او پټن ځایونه وتړي.
صبح کابل
"لاهې محکمې ته مراجعه؛ رواني جګړه که د اجرا وړ اقدام؟"
دا هغه سرلیک دی چې صبح کابل ورځپاڼه کې پرې سرمقاله خپره شوې.
د دې سرمقالې لیکوال لیکلي، اوس چې له افغانستانه د امریکا او ناټو ځواکونو د وتلو وخت رارسېدلی، افغان حکومت اړ دی چې له یو لوري په یوازیتوب له طالبانو، القاعده او داعش سره وجنګېږي او له بلخوا هغو ګوندونو، سیاستوالو او افرادو سره چې په دغه هېواد کې یې بشري ضد جنایات ترسره کړي.
لیکوال لیکلي نړیواله محکمه هغه وخت د هېوادونو موضوعاتو ته رسېدنه کوي کله چې په خبرهیې په یو هېواد کې ملي دولتیې په رسېدنه کې پاتې راشي او یا هم له ستونزو سره مخ وي.
د سرمقاله لیکونکي په باور، افغان حکومت د دې لپاره چې په دې وروستیو کې د جګړو له امله تر فشار لاندې دی غواړي په نړیواله محکمه کې طالبان، القاعده، داعش او نورې هغه ډلې وروکاږي چې په دې وروستیو کې یې افغانستان کې بشري ضد جنایتونه ترسره کړي دي.
د لیکوال په خبره، که څه هم له تېر ۲۰۰۳ کال راپدېخوا په افغانستان کې تر ټولو زیاتې وژنې او د بشري حقونو ضد جنایتونه طالبانو ترسره کړي، خو لیکلي یې دي چې په دغه هېواد کې امریکا په تېرو ۲۰ کلونو کې ونهشو کړای دغه ډلې نړیوالې محکمې ته بوځي او هلته ورته سزا ورکړي، په خبرهیې اوس به هم افغان حکومت او نړیواله محکمه هم دغه کړنه ترسره نهشي کړای.