د ایران په ضد بندیزونه دې لغوه شي
داپه داسې حال کې دي چې د امریکا اوروسیې خارجه وزیرانو هم بیګا د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب د روانو خبرواترو په اړه هم سره دنظر تبادله کړې ده .
فارس خبری اژانس راپور ورکړ د چین او روسیې د پلاؤ مشرانو په ویانا کې دایران له مرستیال خارجه وزیر سره غونډې کې د ایران د ولس په ضد دبندیزونو د اغیزو په ختمیدا ټينګار وکړ .
راپور ښئ په ویانا کې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د لورو د کوټلو خبرواترو په دوام کې ، د ایران ،روسیې او چین د پلاؤ مشرانو په شتون سره په ویاناکې د اسلامی ایران د نمایندګۍ په دفتر کې درې اړخیزه غونډه وشوه.
په دغې ناستې کې په روانو خبرو کې ددرو هیوادونو ددریځو غږملتیا او ارزونه وشوه او د ایټمي موضوع او دبندیزونو د ختمولو په زمینې کې د ځينو مهمو موضوعګانو په اړه مشورې او ارزونې وشوې. درو واړو هیوادونو په خبرواترو کې د پرمختګ دچټکتیا غوښتنه کړې ده .
داپه داسې حال کې دي چې د امریکا اوروسیې خارجه وزیرانو هم بیګا د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب د روانو خبرواترو په اړه هم سره دنظر تبادله کړې ده .
ایرنا خبری اژآنس راپور ورکړی ،د روسیې خارجه وزارت د یوې خبرتیا په خپرولو سره وئیلي دي ، سرګئ لاؤروف او آنتوني بلینکن د جامعې نړیو الې ایټمي موافقې د بیرته اجرا کیدا په اړه سره مشورې او دنظر تبادله کړې او په دې اړه ئې له سټراټژيک ثبات سره په اړونده موضوعګانو هم څیړنې کړي دي .