د اسټریا په حکومتي ودانیو د اسرائیلو بیرغ دردونکي چاره ده
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د سیاسي چارو مرستیال عباس عراقچي د اسټریا هیواد په حکومتي دفترونو باندې د صهیونیسټ رژیم د بیرغونو لګولو ته په غبرګون کښې وویل دغه حرکت دردونکی او لړزونکی دی .
عراقچي پرون وویل د اسټریا هیواد په پلازمینې ویانا کښې په حکومتي دفترونو باندې د نیواکګر رژیم چې په څاروي توب سره له تیرو څو ورځو راهسې د ګڼ شمیر ماشومانو په شمول په لسګونو بې ګناه ملکي وګړي وژني د بیرغونو لګول دردونکی او لړزونکی کار دی .
د اسټریا هیواد صدراعظم سباستین کورټز د فلسطین د غزې تړانګې له خلکو سره د خواخوږۍ د څرګندولو پرځاې د قدس له نیواکګر رژیم سره خواخوږۍ څرګنده کړه او په ټویټر پیغام کښې یې ولیکل له اسرائیلو سره د پیوستون د ښودلو لپاره یې په حکومتي دفترونو باندې د دغه رژیم بیرغونه لګولي دی .
دغه راز امریکا او اروپايي اتحادیې هم د فلسطین د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم د حملو او د جنایتونو ملاتړ کړی دی .