په ویانا کې دنړیوالې ایټمي موافقې په سرکوټلی خبرې دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i100496-په_ویانا_کې_دنړیوالې_ایټمي_موافقې_په_سرکوټلی_خبرې_دوام_لري
 د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دغړو هیوادونو لوړپوړي   ډيپلوماټان په وروستیو اونیو کې  د آسټریا په پلازمینې ویانا کې سره غونډ شوي څو  دایران دایټمي موافقې داحیاء او دامریکا دبندیزونو دختمولوپه باب سره مشورې وکړي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 19, 2021 02:08 Asia/Kabul
  • په ویانا کې دنړیوالې ایټمي موافقې په سرکوټلی خبرې دوام لري

 د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دغړو هیوادونو لوړپوړي   ډيپلوماټان په وروستیو اونیو کې  د آسټریا په پلازمینې ویانا کې سره غونډ شوي څو  دایران دایټمي موافقې داحیاء او دامریکا دبندیزونو دختمولوپه باب سره مشورې وکړي .

فارس خبری آژانس راپورورکړی ،  د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د غړو هیوادونو دګډکمیشن  ناسته نن په ویانان کې  د ایران او ۴+۱دلې د مرکچي ټیمونو په شتون سره ترسره کیږي .

 راپور ښئ  په دغې ناستې کې به  چې د ویانا په ګرنډ هوټل کې ترسره کیږي ، د ایران ، ۴+۱ډلې  او د اروپائي اتحاد ئې  استازي  ګډون وکړي .

 د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دغړو هیوادونو لوړپوړي   ډيپلوماټان په وروستیو اونیو کې  د آسټریا په پلازمینې ویانا کې سره غونډ شوي څو د ایران دایټمي موافقې داحیاء او دامریکا دبندیزونو دختمولوپه باب سره مشورې وکړي .

داپه  داسې حال  کې دي چې  په نړیوالې ایتمي موافقې کې د روسیې د مرکچي ټيم مشر میخائيل اولیانوف بیګا وئيلي دي ،په خبرواترو ډير پرمختګونه شوي دي او ممکنه ده په نننۍ غونډې کې یوه نهائي فیصلې ته ورسیږو  او دغه غونډه  ډيره برخلیک ټاکونکی ده . البته له تیرو څو اونیو راهسې د  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دغړو ترمینځ  ديپلوماټيکې  خبرې اترې تر دې دمه د امریکا په کارړنګونې سره  کومې نتیجې ته نه دي  رسیدلي