د ویانا په ایټمي خبرو کې اوڅاره پرمختګ شوی دی
د ایران دریځونه په بشپړ ډول روښآنه دي ، امریکا په پيل کې باید درست بندیزونه ختم کړي او ایران د امریکا د بندیزونو دلغوه کیدا له تائيدولو وروسته په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې خپلو ژمنو ته بیرته ګرځي
د اسلامي ا یران مرستیال خارجه وزیر او دایران دایټمی مرکچي ټیم مشر سید عباس عراقچي زمونږ له خبریال سره په خبرو کې ددې خبرې په کولو سره چې په مختلفو موضوعګانو او په درستو سویو کې د ډيرو کوټلو خبرواترو دوه اونیو مرحلو وروسته په ویانا کې د خبرواترو څلور پړاؤ ، بیګاپاي ته رسیدلی وئيلی دي ، په خبرواترو کې ښه پرمختګ شوی ،خو دا نشي ویئلی چې کار ختم شوی دی .
عراقچي زیاته کړې ، د موافقې چوکاټ او جوړښت مشخص شوی ، خو د اختلاف وړ ځينی اساسی موضوعګانې شته او په اړه ئې کومه موافقه نه ده شوې ، په همدې دلیل پلاؤ فیصله کړې ،څو ورځې دمه وکړي او دمشورو لپاره خپلو پلازمینو ته وګرځي .
د ایران مرستیال خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې مرکچي ټیمونه د ایټمی موافقې د اجرا دڅرنګوالي او دبندیزونو دختمولو په دوو حوزو کې کار کوي وئيلي دي ، د ایران دریځونه په بشپړ ډول روښآنه دي ، امریکا په پيل کې باید درست بندیزونه ختم کړي او ایران د امریکا د بندیزونو دلغوه کیدا له تائيدولو وروسته په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې خپلو ژمنو ته بیرته ګرځي . هغه په پاي کې دې ته په اشارې سره چې وټاکل شوه ، دخبرواترو ورپسې پړاؤ په راتلونکو دوو اونیو کې بیا په ویانا کې ترسره شي ، هیله ښودلې ، راتلونکي اونۍ په لاښه انداز سره خبرې اترې ترسره شي .