ایران د فلسطین د مظلومو خلکو ملاتړ ته دوام ورکوي
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف په دې خبرې سره چې له نن څخه وروسته به ټول فلسطین غزه تړانګه وي ټينګار وکړ ایران به د فلسطین د مظلوم او د کړیدلي ملت او خلکو هراړخیزه ملاتړ ته دوام ورکړي .
هغه وویل په مظلوم فلسطین کښې د ابراهیم علیه السلام او د حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د امت اتلو بچیانو صهیونیسټانو ته چې زمونږ په وخت کښې د انسانیت او د خدای پاک ج ترټولو ستر دوښمانان دي ماتي ورکړه .
د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف وویل ایران به د فلسطین د مظوم او د کړیدلي ملت د هراړخیزه ملاتړ لپاره یوه(۱) شیبه هم ځنډ ونکړي .
هغه وویل له نن څخه وروسته به ټول فلسطین د غزې تړانګه وي .
د فلسطین مقاومت ډلو په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژيم حملو ته په ځواب کښې په دولس(۱۲) ورځني جنګ کښې په زرګونو پرمختللي راکټونه او توغندي په نیواکي ټاټوبو ورویشتل .
همدغه چاره سبب شوه چې د صهیونیسټ رژیم کابینې په تیرې پنجشنبې شپې په غزې کښې د مقاومت ډلو د توغندوي حملو په بندولو کښې له بې وسۍ وروسته له اوربند سره موافقه وکړه .
له پرون سهار څخه د فلسطین د مقاومت ډلو او د صهیونیسټ رژیم ترمینځ اوربند ټینګ شوی .